په اسلام اباد کې افغان سفیر وایي چې تر راتلونکو دوو ورځو پورې به د پاکستان واګه بندر د افغان صادراتو پر مخ پرانیستل شي. عاطف مشعل په خپل ټویټر لیکلي چې د دغه بندر له لارې به د افغان صادراتو لړۍ د کرونا وبا خپرېدو مخنیوي د تدابیرو په پام کې نیولو سره پیل شي. په ورته وخت کې د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق ویلي، دا پرېکړه یې د افغان سوداګرو لپاره د اسانتیا په موخه کړې ده او یاده لار به د روانې جولای میاشتې په ۱۵مه نېټه پرانیستل شي. هغه ویلي، واګه بندر چې د کرونا ویروس مخنیوي په موخه هند ته د افغان صادراتو پر مخ تړل شوی و ژر به بېرته پرانیستل شي.