د نړیوالو رسنیو راپورونو له مخې د امریکا هاوايي ایالت د مایویي جزیرې په یوه ځنګل کې د اور لګېدنې له امله لږ تر لږه ۳۶ کسان وژل شوي. د امریکا د هاوايي ایالت چارواکو زیاته کړې، چې دغه اورلګېدنه کې سلګونه کورونه ویجاړ او ځینې سیمې تخریب شوي دي. د چارواکو په خبره، چې زرګونه کسان مجبور شوي چې خپل کورونه پرېږدي او له سیمې بهر شي. هاوايي ایالت چارواکو ویلي، چې د لټون او ژغورنې پراخ عملیات روان دي اوځینې کسان لا هم نادرکه دي.
































