لیبیا کې د تېرې یکشنبې شپې د سېلابونو له امله تر دې مهاله شاوخوا ۱۲ زره کسان مړه شوي او تر شلو زرو ډېر نور لاهم نادرکه دي او د ژغورنې او جسدونو د راوېستلو عملیات لا هم روان دي. لیبیا کې دغه مرګونې پېښه وروسته ترهغې رامنځته شوه، چې په درنا ښار کې د ډانیال په نوم ځواکمن مدیترانې توپان د اوبو دوه بندونه مات کړل. د معلوماتو له مخې؛ په درنا ښار کې نږدې سل زره کسان اوسېدل چې له پېښې ژوندي یې اوس مهال له سختو ستونزو سره مخ دي. لیبیایي چارواکو ویلي، په ټول هېواد کې یې د وروستیو اورښتونو، توپان او سېلابونو له امله یو میلیون کسان زیانمن شوي، چې بېړنیو مرستو ته اړتیا لري. که څه هم ملګرو ملتونو او ځینو نورو نړیوالو مرستندویو ادارو زیانمنو سره د مرستې لپاره وردانګلي خو د پېښې لویوالي ته په کتو د لا ډېرې مرستې غوښتنه شوې ده.
































