نړیوالې رسنۍ وايي، چې د ایټالیا وینیس ښار ته نژدې د یو بس د ټکر په پېښه کې لږترلږه ۲۱ کسان مړه شوي دي. دا بس چې ډېری سپرلۍ یې اوکرایني وګړي وو، له یوه سړک څخه چې لوړ ځوړی یې لارلو راپرېوتی دی. د وینیس ښار د ښاروالۍ چارواکي ریناتو بوراسو ویلي په پېښه کې ۱۸ نور کسان هم ټپیان شوي دي، چې د څلورو تنو یې حالت نازک بلل شوی.
































