ایراني چارواکي وایي چې د دغه هېواد د چابهار بندر له لارې د افغان توکو لومړنۍ محموله چین ته صادره شوې ده. مهر انګلیسي څانګې د سیستان بلوچستان د بندرونو د عمومي رییس بهروز اقایي له قوله ویلي چې د کرونا وبا خپرېدو پر مهال په دغه بندر کې فعالیتونه په نشت حساب وو خو اوس یې بېرته په فعالیت پیل کړی دی. اقایي زیاته کړې، دوی هڅه کوي د همدې بندر له لارې د سویل، سویل ختیځ او مرکزي اسیا هېوادونو ته د تجارت برخه کې لا ډېرې اسانتیاوې رامنځته کړي. نوموړي دغه راز ویلي چې افغانستان د تېرې میاشتې په جریان کې د چابهار بندر له لارې هندوستان ته درې ځله خپل تجارتي توکې لیږلي دي.