په پاکستان کې به عمومي ټاکنو د فبرورۍ په اتمه نېټه ترسره شي. د پاکستان د ولسمشر دفتر او د دې هېواد د ټاکنو کمېسیون پرون دغه اعلان وکړ. د ټاکنو کمېسیون په یوه اعلامیه کې ویلي، چې په غوڅ اکثریت پرېکړه وشوه چې عمومي ټاکنې دې د فبرورۍ په اتمه نېټه د پنجشنبې په ورځ ترسره شي. دې کمېسیون دغه اعلان وروسته له هغې وکړ چې غړو یې د پاکستان له سرپرست ولسمشر عارف علوي سره وکتل. د هغه دفتر هم وروسته د دغه اعلان پخلی وکړ. په پاکستان کې سرپرست حکومت وروسته له هغې غوره شو چې د اګست په نهمه پارلمان منحل شو.
































