د پولنډ دفاع وزیر ماریوش بلاسچاک ویلي چې ډېر ژر به زر تنه امریکایي سرتېري په دې هېواد کې دېره او نوې قومنداني جوړه کړي. نوموړي زیاته کړې، پولنډ ته ورتلونکي امریکایي سرتېري به د ناټو د هغو پوځیانو چارې سمبالوي چې د اروپا په ختیځو هېوادونو کې په ماموریت بوخت دي. امریکا تر اوسه په رسمي توګه په دې اړه څه نه دي ویلي خو د دفاع وزیر مارک ایسپیر وړاندې تر دې ویلي وو چې له جرمني نه به د ایستل کېدونکو سرتېرو لوی شمېر د روسیې او چین ګواښونو ته د ځواب ویلو په موخه په نورو اروپایي هېوادونو کې ځای پر ځای کړي.
































