د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د ایران بهرنیو چارو وزیر امیر عبداللهیان د دوی په رسمي بلنه تېره شپه ناوخته پلازمېنې اسلام اباد ته رسېدلی دی. یاد وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې ټاکل شوې عبداللهیان له خپل پاکستاني سیال سره د خبرو ترڅنګ د پاکستان د لنډمهالي حکومت له لومړي وزیر انوارالحق کاکړ سره هم وګوري. اخوا، ایراني رسنیو بیا د دغه سفر په اړه ویلي، چې دواړه لوري به پر افغانستان هم خبرې وکړي. یاد سفر یاد سفر په داسې حال کې ترسره کېږي، چې په دې وروستیو کې د دواړو هېوادونو اړیکې پر یو بل د توغندیزو بریدونو وروسته کړکېچنې شوې.
































