د امریکا د کانګرس ۳۱غړو په یو لیک کې له ولسمشر جو بایدن او بهرنیو چارو وزير انتوني بلېنکن څخه غوښتي چې د پاکستان د نوي حکومت په رسمیت پېژندل دې تر هغه وخت وځنډوي چې ټاکنو کې د شویو مداخلو په هکله شفافې څېړنې نه وي شوي. دغه ليک د امریکا د استازو د مجلس د ۳۱ دموکراټو غړو له خوا لاسلیک شوی دی. د کانګرس غړو په دغه لیک کې له بایډن او بلېنکن څخه غوښتنه کړې چې له پاکستاني چارواکو دې وغواړي هر هغه څوک چې په سیاسي وینا او فعالیت کې د ښکيلتيا په دلیل نيول شوی وي آزاد کړي او په پاکستان کې د بهرنیو چارو وزارت چارواکو ته دې دنده وسپارل شي څو په دې تړاو معلومات راټول او د افرادو د خوشي کولو څخه دې ملاتړ وکړي.