د خلیج د همکاریو سازمان شپږو غړو هېوادونو بحرین، کویټ، عمان، قطر، امارات او سعودي عربستان له هغه پرېکړې هرکلی کړی دی چې پر ایران یې د بندیزونو د غځولو غوښتنه کړې ده. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وایي دی د یادو هېوادونو دغه جرات ستایي او ملاتړ یې کوي. دغه عربي هېوادونو ویلي وو چې پر ایران دې تسلیحاتي بندیزونه ادامه وکړي، ځکه دغه هېواد د ګاونډیو او سیمې د هېوادونو په چارو کې مداخله کوي. پمپیو وایي امریکا به ژر امنیت شورا ته د بندیزونو د دوام طرحه واستوي او پر دغه هېواد به فشارونه ډېر کړي.
































