د پاکستان لومړی وزیر عمران خان وايي له سعودي عربستان سره یې اړیکې ښې دي او په دې اړه خپاره شوي راپورونه ناسم دي. عمران خان په تازه مرکه کې ویلي سعودي عربستان تل په سختو ورځو کې د پاکستان لاسنیوی کړی دی او اوس هم ددواړو لورو ترمنځ اړیکې ښې دي. تر دې وړاندې سعودي عربستان ویلي چې له دې وروسته به له پاکستان سره مالي مرستې نه کوي او همدا راز د پور ورکړه هم ورباندې بندوي. له همدې څرګندونو وروسته د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال باجوه د اړیکو د عادي کولو لپاره سعودي عربستان ته سفر کړی او له ګڼو عرب چارواکو سره یې پر دوه اړخیزو اړیکو خبرې کړې دي. سعودي عربستان په سیمه کې د پاکستان ستر مالي ملاتړی او مرستندویه هېواد بلل کېږي.
































