ډنمارکي رسنیو ویلي، چې د دغه هېواد پر لومړۍ وزیرې مات فرډرېکسن برید شوی. د راپورونو له مخې، پر نوموړې دغه برید د ډنمارک په پلازمېنه کوپنهاګن ښار کې شوی دی. پولیسو د دې پېښې پخلی کړی او ویلي یې دي، چې برید کوونکی یې نیولی دی؛ خو دا یې نه دي ویلي، چې نوموړې ته په دې پېښه کې کوم زیان رسېدلی کنه.
































