امریکايي رسنیو راپور ورکړی، چې د اسراییلو د جګړې د کابینې وزیر بیني ګانټز له خپلې دندې استعفا وکړه. بیني ګانټز همدراز په نتنیاهو تور پورې کړی، چې د غزې جګړې تر ستراژۍ د مخه خپل شخصي سیاسي ملاحضات ځای پر ځای کوي. بیني ګانټز په راتلونکو څو میاشتو کې پر ټاکنو ټېنګار درلود. ګانټز تر استعفا وروسته له یرغمل شویو کورنیو بښنه غوښتې او د غزې په جګړه کې یې خپله ناکامې منلې. هغه زیاته کړې، چې په ازموینه کې ناکام شوي او د خپلو بچیانو د راستنولو توان نه لري. ګانتز په داسې مهال استعفا ورکوي، چې نتنیاهو له نوموړي د اسراییلو په اضطراري حکومت کې د پاتې کېدو غوښتنه کړې وه او ویلی یې و، دا د یووالي وخت دی، نه د وېش.
































