چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home ليکنې او تحلیلونه

امریکا ولې چين ته د لومړي ستراتيژيک سیال په سترګه ګوري؟

لیکنه: هیله؛ د چین میډیا ګروپ خبریاله

Spogmai Radio by Spogmai Radio
اپریل 5, 2022
in ليکنې او تحلیلونه
0
امریکا ولې چين ته د لومړي ستراتيژيک سیال په سترګه ګوري؟
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

You might also like

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې

د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي

د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه

د امریکا ولسمشر جوبايډن د تېر مارچ په ۲۸مه نېټه د ۲۰۲۳م مالي کال بودیجه لاسليک کړه، چې پکې ۸۱۳ میلیارډه ډالر يې دفاعي بوديجې ته ځانګړي کړي دي.

د بايډن حکومت په دفاعي بودیجه کې چین تر ټولو مهم ستراتيژیک سیال بلل شوی دی.

د چین او امریکا اړیکې په وروستیو کلونو کې تاوجنې او سختې شوي او لامل يې دا ښودل شوی، چې د چين ګړندي پرمختګ د امريکا پښې لړزولي او په دې فکر کې ده، چې ښايي چين د امريکا ځای ونيسي او یا به ورته ګواښ جوړ کړي.

شنونکي وايي، چې ياد نظر د امريکايي سیاستوالو له کړنو سره مطابقت ښيي، ځکه دوی په پياوړتيا او تسلط پسې لالهانده ګرځي.

 که د امریکا تاریخ ته ځغلنده او لنډه کتنه ولرو، نو دا به بیامومو، چې دغه هيواد ټول عمر په لوټمارۍ او تېري تېر کړی او لا هم پر همدغو کړنو بوخت دی.

امریکا تر سړې جګړې وروسته په نړۍ کې سوپر ځواک وګرځېد او شاوخوا ۳۰ کاله کيږي، چې پر ګردې نړۍ يې د تسلط او زورواکۍ منګولې ښخې کړي او هغه هيوادونه چې د امريکې غوښتنو ته غاړه نه ږدي، ټول يې په يوه او بل نوم ځپلي او زيانمن کړي يې دي، چې د بېلګو په ډول يې عراق، سوریه او افغانستان یادولی شو.

چین پر سوله ييز پرمختګ ټينګار لري، د نورو هيوادونو په کورنیو چارو کې لاسوهنه او تېری نه کوي، خو امریکا بیا د چين دغه سوله ييز، خپلواک او چټک پرمختګ د ځان او نړۍ لپاره ولې لوی ګواښ بولي؟

په حقیقت کې، د امریکا دغه نظر د سړې جګړې راپورته کول دي او موخه يې دا ده، چې خپله زورواکي وساتي او پر ټولې نړۍ باداري وکړي.

امريکې که څه هم د چین له ګړندي پرمختګ څخه ډېرې ګټې پورته کړي، خو بیا هم خپلواک چين يې په سترګو کې ازغی دی.

د چین د ګمرکاتو عمومي ادارې د روان کال د جنورۍ په ۱۴مه نېټه یوه شمېره خپره کړې، چې له مخې يې په ۲۰۲۱م کال کې د چین او امریکا سوداګریز ارزښت ۷۵۵ میلیارډو او ۶۴۵ میلیونو ډالرو ته رسيدلی، حال دا چې، په ۲۰۰۰م کال کې دغه شمېره یوازې ۷۴ میلیارډه او ۴۷۰ میلیونه ډالره وه.

 له يادو شمېرو ښکاري، چې په تېرو ۲۱ کلونو کې د دواړو خواوو ترمنځ سوداګریز ارزښت لس چنده زیات شوی او همدا د چین د ورخلاصون تګلارې د پلي کولو او له امریکا سره د همکارۍ د پراخولو نتیجه ده.

امریکا د چين د همکاريو او ګټو ترڅنګ د دغه هيواد د پرمختګ د مخنيوي هڅې کوي او یو لړ ډېرې بدې کړنې يې ترسره کړي، پر چيني توکو يې ګمرکي ماليات زیات کړي، تورونه يې پرې لګولي او ان د تايوان مسئلې له سرې کرښې يې هم پښې اړولې دي، چې په دې سره د دواړو هيوادونو اړيکې نورې هم ترينګلې شوې دي.

امریکې هم د خپلو زیانمنو تګلارو منفي اغېزه احساس کړې

د امریکا ماليې وزیرې جنیټ یلن څه موده مخکې وویل، چې پر چیني توکو د ګمرکي مالیاتو زیاتوالی به امریکې ته زیانونه ورسوي، ځکه په دې کړنې سره به  يې په امريکې کې دننه د توکو اصلي لګښتونه لوړ شي، نو ځکه يې د تېر مارچ په ۲۳مه نېټه پر ۳۵۲ ډولو چیني توکو د ګمرکي مالیاتو زیاتې تعرفې لغوه کړې.

ډېرو هيوادونو پر چيني توکو د امريکې د ګمرکي تعرفو زياتولو او بې ځايه تورونو سره مخالفت ښودلی دی.

 چین د خپل پرمختګ تر څنګ له بېلا بېلو هېوادونو سره د ګډو ګټو پر بنسټ همکارۍ کوي، د انسانانو د ګډ برخلیک ټولنې د جوړولو نظر يې وړاندې کړی او د یو کمربند او یوې لارې د جوړېدو په ۸ کلن بهیر کې يې له اړوندو هېوادونو سره همکارۍ کړي او د سوداګرۍ عمومي ارزښت یې ورسره له لس زرو میلیارډو ډالرو څخه هم اوښتی دی.

چين د کرونا وبا د خپرېدو په درشل کې څه باندې ۱۱۰ هېوادونو او نړیوالو سازمانونو ته ۱.۷ ميلیارډه دوزه واکسینونه برابر کړي دي.

 امریکا چین خپل لومړی ستراتيژيک سیال بولي، خو ډېر ګټور فرصتونه يې هم له لاسه ورکړي دي.

چينايان تمه لري، چې امریکا به خپل نظر بدل کړي او له چین سره به سالمې اړیکې پرمخ يوسي، ځکه همدا د دواړو خواوو او حتی د ټولې نړۍ لپاره ګټوره لاره ده.

Previous Post

د اسلامي همکاریو سازمان: د نشه يي توکو په تړاو د نوي حکومت پرېکړه ستایوو

Next Post

کابل ښاریانو کرزي ته: زده کړې مو د بچیانو اساسي حق دی باید ژر پرانیستل شي

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې
ليکنې او تحلیلونه

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي
ليکنې او تحلیلونه

د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي

by Spogmai Radio
مارچ 26, 2026
د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه
ليکنې او تحلیلونه

د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه

by Spogmai Radio
مارچ 14, 2026
ليکنې او تحلیلونه

د نړۍ پر مخ تور داغ – د جیفري ایسټیپن رسوایي او د انسانیت ژور ازمویښت

by Spogmai Radio
فبروري 2, 2026
تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه
ليکنې او تحلیلونه

تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه

by Spogmai Radio
جنوري 3, 2026
Next Post
کابل ښاریانو کرزي ته: زده کړې مو د بچیانو اساسي حق دی باید ژر پرانیستل شي

کابل ښاریانو کرزي ته: زده کړې مو د بچیانو اساسي حق دی باید ژر پرانیستل شي

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

خیبر پښتونخوا کې چاودنې ۳۵ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده

خیبر پښتونخوا کې چاودنې ۳۵ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده

جولای 30, 2023
د یونان پولیسو ایستل شوي افغان پناه غوښتونکي لوټ کړي دي

د یونان پولیسو ایستل شوي افغان پناه غوښتونکي لوټ کړي دي

اپریل 7, 2022

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

روبیو: د هرمز تنګي د بېرته پرانېستلو په خبرو کې پرمختګ شوی
نړۍ

روبیو: د هرمز تنګي د بېرته پرانېستلو په خبرو کې پرمختګ شوی

اگست 5, 2026
په مزار شریف کې د روضې د بیارغونې بېړنۍ چارې پیل شوې
افغانستان

په مزار شریف کې د روضې د بیارغونې بېړنۍ چارې پیل شوې

اگست 5, 2026
Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved