د اوکراين چارواکي وايي چې له سختو هڅو وروسته يې شاوخوا شپږو ميليونو تنو ته برېښنا برابره کړې ده. د اوکراين د برېښنا تاسیسات د روسيې د هوايي بريدونو په پايله کې سخت زيانمن شوي او په مختلفو ښارونو کې د ميليونونو کسانو برېښنا پرې شوې وه. د اوکراين ولسمشر ولاديمير زلينسکي په يوه ويډيويي وينا کې ويلي چې د برېښنا کارکوونکي له ځنډ پرته کار ته ادامه ورکوي چې د برېښنا زيانمن شوي تاسيسات ورغوي. د کيېف ښاروال ويټالي کليچکو ويلي چې د ښار د دوه پر درې برخو برېښنا يې بېرته نښلولې او دغه راز يې د اوبو رسولو شبکه هم فعاله کړې ده. د يادونې وړ ده چې روسيې د جمعې پر ورځ د اوکراين پر مختلفو ښارونو د توغنديو اويا ګوزارونه وکړل چې له کبله يې د اوبو او برېښنا تاسيسا زيانمن او ښارونه په تيارو کې ډوب شول. د روسيې دا ګوزارونه په داسې حال کې دي په اوکراين کې د هوا د تودوخې درجه له صفره ټيټه شوې او خلک له خورا بد وضعيت سره مخ شوي دي.











