ایراني رسنیو راپور ورکړی چې د دغه هېواد په کهګیلویه او بویراحمد ولایت کې د یوې ترافیکي پېښې له امله لږ تر لږه اووه کسان مړه او درې نور ټپیان شوي دي چې څلور مړه شوي کسان افغانان دي. د «ایسنا» خبري اژانس د راپور له مخې، پېښه د «دنا» ولسوالۍ په مربوطاتو کې د یاسوج ـ اصفهان پر لویه لار شوې ده. د دغه ولایت د پولیسو مشر حسن دانایار ویلي، یو «پژو ۴۰۵» موټر چې ۱۰ کسان پکې سپاره وو، له سړک وتلی او له یوه ټرېلر سره یې ټکر کړی دی. د نوموړي په وینا، په موټر کې سپاره نهه کسان افغان وګړي وو. راپورونه وایي، د پېښې درې ټپیان روغتون ته لېږدول شوي او روغتیايي وضعیت یې د اندېښنې وړ ښودل شوی دی.













