د کډوالۍ نړیوال سازمان (ای او ایم) ویلي، چې د ننګرهار په خوګیاڼیو ولسوالۍ کې زرګونه زیانمنې کورنۍ له پاکستانه تر راستنېدو او په هیواد کې له بېځایه کېدو وروسته د لومړنیو اړتیاوو په برابرولو کې له ستونزو سره مخ دي. دغه سازمان ویلي، ډېری دغه کورنۍ د طبیعي پېښو او اقتصادي ستونزو له امله د امنیت او ثبات په موخه په خوګیاڼیو کې مېشتې شوې دي. د ای او ایم په وینا، محدود کاري فرصتونه، بېوزلي، بېځایه کېدنه او بنسټیزو خدمتونو ته محدود لاسرسی د دغو کورنیو ژوند له جدي ستونزو سره مخ کړی دی. دغه سازمان زیاتوي، یادې کورنۍ خپلو ماشومانو ته د خوړو، سرپناه، روغتیايي پاملرنې او نورو لومړنیو اړتیاوو د برابرولو په برخه کې له ګڼو ننګونو سره مخ دي.














