د بنګله دېش ځايي رسنۍ وايي، په دغه هېواد کې د یوه مسافر وړونکي بس د چپه کېدو له امله لږ تر لږه ۱۶ کسان وژل شوي او ۳۰ تنه نور ټپیان دي. دا پیښه نن د بنګله دېش پلازمینې ډاکا کې د لویې لارې په پادما سیمه کې شوې ده. تر اوسه د دغې پېښې د قربانیانو هویت نه دی په ډاګه شوی. د دغې پېښې لامل د موټر چلوونکي بې احتیاطي بلل شوې ده.












