د یمن حوثیانو ادعا کړې چې د سعودي عربستان په سوېل کې یې پر «الشروره» پوځي اډه د بالستیک توغندیو او بېپیلوټه الوتکو په وسیله برید کړی دی. د حوثیانو پوځي ویاند یحیی سریع وایي، په برید کې د سعودي وسلو زېرمې او د قوماندې او کنټرول مرکزونه په نښه شوي دي. حوثیانو خبرداری ورکړی چې که د یمن پر ضد د سعودي پوځي اقدامات دوام وکړي، د دغه هېواد پر خاوره به لا پراخ او سخت بریدونه وکړي.












