د اردن پخواني لومړي وزیر عمر الرزاز په دې وروستیو کې د چین ميديا ګروپ سره یوه ځانګړې مرکه کې وويل، د چین او اردن ترمنځ تبادلې یوازې په ټکنالوژۍ پورې محدودې نه دي، بلکې شعر هم پکې شامل دی.
الرزاز شعر، کلتور، نڅا او خطاطي د چین او اردن ترمنځ د تبادلو په موضوعاتو کې نه بېلېدونکې برخې بللې دي.
اوسمهال، د دواړو هېوادونو پوهنتونونو د خپلمنځي منظمې همکارۍ میکانیزمونه جوړ کړي دي.
ښاغلي وزیر رزاز وويل، د هېوادونو ترمنځ متقابل درناوی تر یوه حده د یو بل د ژبو په زده کړه کې څرګندیږي. زه ډېر اغېزمن شوم، کله چې په اردن کې مې چیني ډیپلوماتان ولیدل چې په روانه او ښه عربي ژبه خبرې کوي. دا د درناوي نښه ده. همدارنګه، کله چې زمونږ د پوهنتونونو په کورسونو کې اردني محصلين چیني ژبه زده کوي، دا د چیني کلتور د پېژندنې او درناوي مانا لري. له همدې امله، موږ باید کلتوري تبادلې پیاوړې کړو او متقابل تفاهم زیات کړو. مونږ پر برقي موټرو، مصنوعي ځیرکتیا او روباټیک ټکنالوژۍ تمرکز کوو، د دې ترڅنګ د شعر، کلتور، نڅا او خطاطۍ په برخو کې تبادلې هم اړينې دي.











