چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home ليکنې او تحلیلونه

د بایډن له ادارې سره د افغان دولت د اړیکو د پیاوړتیا په موخه څو وړاندیزونه!

Spogmai Radio by Spogmai Radio
نوومبر 11, 2020
in ليکنې او تحلیلونه
0
د بایډن له ادارې سره د افغان دولت د اړیکو د پیاوړتیا په موخه څو وړاندیزونه!
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

د ۲۰۲۰ ز کال د نومبر په ټاکنو کې د ډونالډ ټرمپ ماتې، چې د برحاله ولسمشر په توګه یې ډېر انتظار نه کېده او د امریکا د ۴۵ ولسمشرانو په تاریخ کې یوازې د لسم ځل لپاره پېښه شوه، د یوې دورې د ولسمشر په توګه د نړۍ د ډېرو هېوادونو لپاره د دوو اړخیزو اړیکو په برخه کې د بېړنیو هڅو اړتیا ډېروي. افغان دولت هم په تېرو څلورو کلونو کې له جمهوري غوښتونکو څېرو، په ځانګړي ډول ولسمشر ټرمپ له ادارې سره پر اړیکو ډېره سیاسي او ذهني پانګونه کوله او اوس اړ دی چې د ډیموکراټانو، په ځانګړي ډول نوي ټاکلي ولسمشر جوبایډن له نږدې کړۍ سره اړیکې بیا تازه او جوړې کړي. امریکا د متحده ایالتونو او افغانستات ترمنځ ستراتېژیکه ملګرتیا، په افغانستان کې روان وضعیت، سیمه‌ییز خوځښتونه او د افغان سولې روان بهیر، د افغان دولت اړتیا نوره هم زیاتوي.

په دې توګه دلته د ځینو لارو چارو لنډه یادونه کوو چې له موږ سره د بایډن-هریس له ادرې او ډیموکراټانو سره د ډیپلوماسۍ او لابي د موثریت په برخه کې مرسته کوي:

You might also like

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې

د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي

د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه

لومړی؛ د ټاکنو د پایلو د اعلان او د ولسمشر په توګه د بایډن د لوړې د مراسمو ترمنځ د لسو اونیو زماني واټن د افغان دولت لپاره یو مناسب فرصت دی چې د ډیموکراټانو، په ځانګړي ډول د بایډن د ټاکنیز کمپاین له غړو او پر نوموړي له اغېز لرونکې کړۍ سره اړیکې ونیسي. دا هغه پړاو دی چې بریالی ټیم پکې د ټاکنیز ذهنیت څخه د عملي پروګرامونو طراحي او تابیا ته اوړي او لا یې د رسمي دندو بوختیاوې نه وي پیل شوې. له یوې خوا د تصمیم نیونې له اړخه د دې وخت اهمیت زیات دی، له بله اړخه په دغه وخت کې د هغوی مهالوېش ډېر بوخت نه وي.

دویم؛ د ډیموکراټانو له متنفذو څېرو سره د ولسمشر محمد اشرف غني د اړیکو پر بنسټ، د نوموړي، ولسمشر ته نږدې افغان چارواکو او مطرح څېرو لخوا د خبرو اترو زمینې زیاتول او د افغان دولت لیدلوری توضېح کول، د دواړو لوریو په ګټه تمامېږي. دا چې د پاکستان لومړي وزیر عمران خان بایډن ته د مبارکۍ په پیغام کې د افغان سولې موضوع او د پاکستان ونډه وړاندیز کړې، ښکاره خبره ده چې د نوموړي هېواد ډیپلوماټان به په اړوندو برخو کې د پاکستاني روایتونو په موخه همدا اوس فعالیت کوي. په داسط وخت کې د افغاني روایتونو د خپرولو اړتیا تر بل هر وخت ډېره ده.

درېیم؛ په شرایطو برابرو نږدې نیم میلیون افغان- امریکايي وګړو تر ډېره بایډن ته رایه ورکړه او د امریکامېشتو افغانانو ډېرو مشرانو د نوموړي لپاره کمپایني هلې ځلې وکړې چې د یاد ټاکنیز ټیم له مسوولینو سره یې اړیکې هم رامنځته کړې دي. افغان دولت د خپلو استازولیو له لارې له یادو شخصیتونو سره د خبرو اترو له لارې کولای شي چې د خپل لیدلوري د ملاتړ په موخه، د دوی له حضور څخه ګټه واخلي او د درېیمې لارې ډیپلوماسۍ په وسیله خپلو روایتونو ته د پلي کېدو زمینه برابره کړي.

څلورم؛ په امریکا کې د نوې ادارې د ښې پېژندګلوۍ، د ډیموکراټانو او بایډن له ټیم سره د ګټورو اړیکو او د واک د دغه لېږد په بهیر کې د ځیرکو هلو ځلو په موخه، اړتیا ده چې د ولسمشر د باور وړ، مخکښ او د ډیموکراټانو سره بلد شخصیت په واشنګټن کې د افغان سفیر/سفیرې په توګه وټاکل شي او د سفارت او کونسلګریو د ډیپلوماټانو، چې ډېر یې غیر مسلکي دي او په انګلیسي هم نه پوهېږي، ارزونه او د مستعدو اشخاصو ګومارل، په دغه پړاو کې د افغاني ډیپلوماسۍ د بري لپاره خورا مهم دي. پر اوسنۍ افغانه سفیره د فساد او له امریکامېشتو افغانانو سره د نامناسب چلند تورونو د سفارت حیثیت ته جدي زیان اړولی چې د مثبتو بدلونونو په صورت کې دا ستونزه هم هوارېدلی شي.

پنځم؛ په نړیوال نظم کې د امریکا د رهبرۍ لپاره د ډیموکراټانو، په ځانګړي ډول ښاغلي بایډن لېوالتیا، نړیوالو سازمانونو ته د نوموړي د همکارۍ لیدلوری او د ګڼ اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا په موخه د نوموړي د ملاتړو اراده څرګندوي چې افغانستان د خپلو موخو لپاره د نورو نړیوالو دوستانو، خواخوږو هېوادونو او نړیوالو سازمانونو څخه هم ګټه اخیستلای شي. په دې توګه پکار ده چې د ګڼ اړخیزي ډیپلوماسۍ په وسیله د ټولو سیاسي استازولیو له لارې د افغان روایت د خپرولو هلې ځلې پراخې شي.

شپږم؛ له نن څخه د جنوري تر ۲۰مې او دغه راز د بایډن د واک په لومړیو وختونو کې د نوموړي د بهرني سیاست، په ځانګړي ډول افغانستان اړوندو پالیسیو لپاره، د نوموړي د ټیم لپاره د چمتووالي وخت دی. په دغه وخت کې موږ ته پکار ده چې د فکري خونو، څېړنیزو مرکزونو، مطرحو شنونکو او دغه راز مهمو رسنیو له لارې د افغان لیدلوري په ملاتړ منځپانګه تولید او خپره کړو، تر څو امریکايي ذهنیت، ارادې او پرېکړي په خپله ګټه وڅرخوو.

لیکنه: هارون حکیمي

Previous Post

د چين نړيوال وارداتي نندارتون د چين بازار ته د افغانستان په شمول د زياتو هېوادونو توليداتو د ننوتلو دروازه ده

Next Post

واشنګټن ټایمز: بایډن به د دوحې هوکړه وساتي خو ټول سرتېري نه باسي

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې
ليکنې او تحلیلونه

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي
ليکنې او تحلیلونه

د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي

by Spogmai Radio
مارچ 26, 2026
د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه
ليکنې او تحلیلونه

د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه

by Spogmai Radio
مارچ 14, 2026
ليکنې او تحلیلونه

د نړۍ پر مخ تور داغ – د جیفري ایسټیپن رسوایي او د انسانیت ژور ازمویښت

by Spogmai Radio
فبروري 2, 2026
تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه
ليکنې او تحلیلونه

تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه

by Spogmai Radio
جنوري 3, 2026
Next Post
واشنګټن ټایمز: بایډن به د دوحې هوکړه وساتي خو ټول سرتېري نه باسي

واشنګټن ټایمز: بایډن به د دوحې هوکړه وساتي خو ټول سرتېري نه باسي

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

م.م کارپوهان: پاکستان دې د افغانان کډوالو د جبري ستنولو لړۍ ودروي

م.م کارپوهان: پاکستان دې د افغانان کډوالو د جبري ستنولو لړۍ ودروي

اپریل 5, 2025
روسیه: اوکراین ته مو د بهرنیو وسلو د لېږد بهیر مختل کړی

روسیه: اوکراین ته مو د بهرنیو وسلو د لېږد بهیر مختل کړی

دسمبر 18, 2022

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

روبیو: د هرمز تنګي د بېرته پرانېستلو په خبرو کې پرمختګ شوی
نړۍ

روبیو: د هرمز تنګي د بېرته پرانېستلو په خبرو کې پرمختګ شوی

اگست 5, 2026
په مزار شریف کې د روضې د بیارغونې بېړنۍ چارې پیل شوې
افغانستان

په مزار شریف کې د روضې د بیارغونې بېړنۍ چارې پیل شوې

اگست 5, 2026
Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved