ټاکل شوې د ملګرو ملتونو امنیت شورا په روانه سپټمبر میاشت کې د افغانستان په اړه خپله درېمیاشتنۍ غونډه جوړه کړي. د راپور له مخې، د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې او د یوناما مشره رباب فاطمه به په دې غونډه کې د افغانستان د سیاسي، امنیتي، بشري حقونو او بشردوستانه وضعیت په اړه راپور وړاندې کړي. د افغانستان او پاکستان ترمنځ کړکېچ، د ملکي وګړو وضعیت او د ترهګرۍ ګواښ به د امنیت شورا د اجنډا په مسایلو کې وي.














