د اتریش کورنیو چارو وزارت ويلي، یو ۲۶ کلن افغان وګړی چې په اتریش کې د جرمونو له امله محکوم شوی و، د اګست په ۳۱مه له ویانا څخه د استانبول له لارې کابل ته شړل شوی دی. د یاد وزارت په وینا، دغه کس درې ځله جرم کړی، په جنايي پولیسو کې یې ۲۰ سابقې لرلې او له دوه نیمو کلونو ډېر زنداني شوی و. د اتریش حکومت وايي، دغه افغان د ۲۰۲۵ کال په سپټمبر میاشت کې په ویانا کې د افغانستان د ادارې له لوري افغان وګړی پېژندل شوی و. د اتریش د کورنیو چارو وزارت په وینا، دغه بهیر افغانستان ته د مجرمینو د مستقیمې شړنې زمینه برابره کړې ده.












