د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي له بيبيسي سره په خبرو کې ویلي، له سیمهییزو هېوادونو سره د ا.ا اړیکو په بېلابېلو برخو، په ځانګړي ډول سیاسي او اقتصادي برخو کې پرمختګ کړی او له اروپايي هېوادونو سره یې اړیکې هم د پراختیا په حال کې دي. متقي د ښځو او نجونو د وضعیت په اړه ویلي، ښځې د سوداګرۍ په برخه کې فعالیت کوي او نجونې په مدرسو کې د زدهکړو تر بشپړېدو او په ښوونځیو کې تر شپږم ټولګي پورې زدهکړې کوي. د هغه په وینا، اوس مهال له درې میلیونو ډېرې نجونې په ښوونځیو کې پر زدهکړو بوختې دي.














