چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home ليکنې او تحلیلونه

د واشنګټن ساتونکو په اوړو کې لا هم شګه ده!

Spogmai Radio by Spogmai Radio
اکتوبر 11, 2020
in ليکنې او تحلیلونه
0
زلمی خلیلزاد ولسمشر غني ته:د سولې لپاره رامنځ ته شوی فرصت مه ضایع کوئ
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

دوحې ته د ډاکتر غني سفر دا هیلې را ژوندۍ کړې چې ښایي بین الافغاني مذاکرات له روان بندون او درېدو څخه بهر شي او افغان ولس ډېر ژر د جګړې د درېدو او د سولې د بریا نوې خبرې واوري.

مګر موږ ولیدل چې د افغان ولس د هیلو خلاف ډاکتر غني له قطره په تبلیغاتي جګړه لاس پورې کړ، د فرمایشي او سلیقوي لویې جرګې پریکړې یې یوځل بیا د خپلو سرو کرښو په توګه مطرحه کړلې او په خیالي (جمهوریت) شرایطو یې ټینګار وکړ.

You might also like

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې

د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي

د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه

کابل ته له راګرځېدو سره د ډاکتر غني خبرې د نوموړي د حکومت پر شعار بدل شوې، پرون یې د مذاکراتي پلاوي مشر او نن یې دویم مرستیال دانش طالبان وننګول چې ګواکې دوی پر قران او سنتو له امریکا سره کړې هوکړ‌ې ته زیات ارجحیت او لومړیتوب ورکوي.

نن د طالبانو له رسمي ادرس څخه چې د (ورځې خبره) تر عنوان لاندې خپره شوې شننه کې چې د طالبانو رسمي دریځ څرګندوي راغلي: «مقابل طرف د طرزالعمل په جوړولو کې خنډونه ایجادوي، واحد دریځ نه لري، کله یو شی بهانه کړي او کله بیا د بل شي په پلمه د طرزالعمل په تیارولو کې ځنډ رامنځ ته کوي او د بین الافغاني خبرو فرصت له منځه وړي.» وړاندې طالبانو اندېښنه ښودلې چې ښایي د مقابل لوري مذاکراتي ټيم غواړي د (جګړه خوښو کړیو) له لوري د ورکړل شوي پلان له مخې مذاکرات وځنډوي او په دې توګه د جګړې په دوام کې خپلې ګټې تر لاسه کړي، چې د دوی په خبره، اهدافو ته به ونه رسېږي او د ولس له کرکې سره به مخ شي.

د طالبانو دا دریځ او تر دې وړاندې له طالبانو سره د شویو هوکړو پر خلاف حنفي فقهې ته د اختلاف په صورت کې د رجوع کولو خبرې را ایستل، د حکومت له لوري او بیا د ولسمشر د مرستیال او د حکومت د ویاندویانو لخوا په دې اړوند د تحریف او پروپاګند په کچه بحثونو ته هوا ورکول د دې ښوودنه کوي، چې د ارګ میشتو واشنګټن ساتونکو او جمهوریت پالونکو په اوړو کې شګه، فساد او دسیسه ده.

طالبان او د دوحې په هوکړه د ټینګار دلایل:

هغوی چې د طالبانو او امریکا مذاکرات یې له نږدې څارلي وي او یا یې لږ تر لږه د طالبانو او امریکا تر منځ په دوحه کې د سولې هوکړه یې یوځل هم مطالعه کړې وي، نو ورته څرګنده شوې به وي چې دا هوکړه تر یوه تړون ډېر بحثونه رانغاړي، د امریکا د نظامي شتون د پای ته رسولو سربېره پکې په افغانستان کې د هر ډول سیاسي جوړجاړي بنسټیز مسایل حل شوي.

د بېلګې په توګه، یو له دغو بنسټیزو او مهمو بحثونو څخه له سولې وروسته په افغانستان کې د راتلونکي نظام او حکومتواله ډول او بڼه ده چې امریکایانو په واضح توګه هغه د غربي مفاهیمو پر خلاف د اسلامي حکومت په نوم مني او ورسره د همکارۍ او سیاسي ملاتړ ژمنه کوي.

طالبانو د دوحې په هوکړه کې یوازې د امریکا په تایید هم بسنه ونه کړه، بلکې همدغه هوکړه یې د امریکا په لاس د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته یوړه او هلته یې د ټولې نړۍ ملاتړ د خپلې هوکړې او په هوکړه کې د ذکر شویو ټکیو اړوند تر لاسه او خپلې هوکړې ته یې د یوه معتبر، نړیوال سیاسي، حقوقي او د امنیت شورا اجرایوي ملاتړ لرونکي سند حیثیت ورخپل کړ.

د روسیې د ټاس آژانس د یوې شننې له مخې چې د طالبانو او امریکا د سولې هوکړې اجرایوي سند سیاسي ارزښت او حقوقي الزامیت یې د ۱۷ نړیوالو معتبرو سندونو په لړلیک کې خوندي بللی او له دې هوکړې څخه یې د نړیوالو کښالو د حل د یوې الګو سند په توګه یادونه کړې.

د سند دغه هر اړخیزوالی، نړیوال مشروعیت او ارزښت عملي پایله او ظاهر بالنص دلالت دا شو چې په افغانستان کې د سیاسي نظام بڼه او ډول باید د یوه نړیوال ملاتړ او غوښتنې پر بنسټ ژر تر ژره د افغانانو په غوښتنه او د نړۍ په ملاتړ چې نوم به یې د افغانستان اسلامي حکومت وي، تغیر باید وکړي، اساسي قانون باید ملغا یا پراخ او قانع کوونکي بدلونونه پکې راوستل شي، د قدرت د لېږد زمینه باید برابره او ژر تر ژره لنډمهاله یا سرپرست حکومت رامنځ ته شي څو یو ډول عادلانه او رڼو ټاکنو ته زمینه برابره شي.

واکمنې کړۍ او ارګ هم دا خبره درک کړې او دا چې تکیه یې هم د خدای او ولس پر ځای پر امریکا ده، نو پوهیږي چې امریکا د دوی پر سر معامله کړې او طالبان هم لکه دوی داسې مذبذبه نه دي چې له خپلو سرو کرښو او دریځونو تیر شي، بناً د دغه درک او واقعیت پر بنسټ دا چې خپله راتلونکې په ولس او وطن کې نه ګوري، نو د خپل وروستي چانس په توګه هڅه کوي چې لومړی سوله ماته او ناکامه کړي، که داسې هم نه کیږي د سولې د تخریب او سبوتاژ له لارې د څه وخت لپاره په واک کې پاتې شي، ثروت ټول کړي او خپلو غربي بانکونو او اکاونټونو ته څه زردارې او مردارې ولېږدوي.

ارګبګیان او له دین څخه د ناوړې ګټې کرغېړنه هڅه:

اوس که طالبان وتوانیږي چې دا ممکنه هم ده چې د دوحې د سولې هوکړه د بین الافغاني مذاکراتو بنسټ وګرځوي، نو دا په دې مانا ده چې طالبانو د بین الافغاني مذاکراتو برخلیک فیصله کړی او مخکې له دې چې مذاکرت پیل شي، په قطعي توګه یې هر څه د مذاکراتو په میکانېزم کې وګټل، هغه چاره چې د جمهوریت او غربي ډیموکراسۍ جنازه به د دغه اصل له بنسټ ګرځولو سره په دوحه کې خاورو ته وسپاري.

نو په داسې یوه وضعیت کې چې نه ارګ واکو ته ولس ورپاتې دی، نه نظامي ځواک لري، نه سیاسي ملاتړ لري، ملي شتمنۍ او د ولس ملي امیانې یې هم یا امریکا، انګلستان او لبنان ته لېږدولې وي او یا یې په جعلي ټاکنو، د نظام د ننه سیالانو په ټکولو او بې ځایه لګښتونو کې مصرف کړې وي؛ نو د داسې واکمنو زوال حتمی دی، بقا یې محال ده او برخلیک یې حتمي مرګ دی.

داسې خلک او د زوال د ورځو غټان او رهبران بیا په سد کې نه وي، کله وایي ټول وطن مې ورغاوه، کله له بدخشان او لغمانه هند ته برېښنا لیږدوي او کله نا کله بیا قران او سنتو ته د مراجعې چلینجونه، استنادونه او بکتۍ غږوي.

حال دا چې د دوی شخصي ژوند به له همدغه قران او سنت سره په ټکر کې وي، څېره او بڼه به یې د دیندارۍ او د قران او سنتو استازیتوب نه کوي، کردار، کړن دود او تګ تګه خو به یې بیخې له قران او سنتو سره اړخ نه لګوي.

د بېلګې په توګه، په کوم قران او سنتو کې د امریکایي ټانګونو، بمونو، اورونو او بارودو تر وحشتکارۍ او بربریت لاندې حکومتواله توجیح لري؟ په کوم نص کې راغلي چې تاسې خپل ولس د نیویارک او واشنګټن د ساتنې په موخه د مرګ، درد او زندان خولې ته ورکړی؟ د رسوالله (صلی الله علیه وسلم) کوم کردار او سنتو کې مو لیدلي چې د کفارو له لوري د وحشتونو هرکلی یې لکه د بمونو د مور بم هغه په شان وکړی او یا نعوذبالله له کفارو سره یې د خپل ملت او امت د وژلو، ربړولو او زندان ته اچولو قرارداد (لعنتي امنیتي تړون) لاسلیک کړی؟ په کوم قران او سنتو کې د غربي جمهوریت، ډیموکراسۍ او بدلمنۍ د غوره کولو او مسلمان ته د هغه د (سره کرښه) وړاندې کول ویل شوي؟ تیر ۲۰ کلن امریکایي یرغل، وحشتکارۍ، ظلمونه، فسادونه، بدنامۍ، ناخوښۍ، شپنۍ چاپې، د افغانانو د ملي، اسلامي او افغاني حرمت ماتول، کورګډۍ او بې کورۍ؛ د کوم ارزښت، قران او سنتو په رڼا او ورته مرجع کې وو او یا توجیح کېدای شي؟

پر همدې بنسټ، موږ په دې باور یو چې ستاسو بدنامۍ او همدا اوس له اسلامي نظام څخه انکار او پر غربي ماډلونو جمهوریت او ډیموکراسۍ ټینګار د دې ښوودنه او په دې بسنه کوي چې تاسو د قران او سنتو له لارې په خواشینۍ سره چې لرې او حتی ورسره په شدید ټکر کې روان یاست.

په داسې یوه وضعیت، کرکټر او دریځ کې چې طالبان هڅه کوي اشغال پای ته ورسوي، افغانان د یوه ټول منلي سوچه اسلامي نظام او حکومت په یوه محور او ټغر راټول کړي، بهرنۍ او د نړۍ دسیسې شنډې، ناکامې او رسوا کړي؛ د واشنګټن ساتنې، بلواکۍ او تپلواکۍ له دریځه د داسې تحریفي او تخریبي بحثونو مطرح کول او وړاندې کول له سولې او افغانستان سره له دښمنۍ پرته بل څه مانا او کېدای نه شي.

لیکنه: قاضي نجيب الله جامع

Previous Post

د مالي صندوق کارکوونکي: ولسمشر دا صندوق د غلطو معلوماتو پر بنسټ لغوه کړی

Next Post

د وسله والو غلاوو او جنایتونو اوج کابل ښاریان اندېښمن کړي دي

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې
ليکنې او تحلیلونه

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي
ليکنې او تحلیلونه

د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي

by Spogmai Radio
مارچ 26, 2026
د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه
ليکنې او تحلیلونه

د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه

by Spogmai Radio
مارچ 14, 2026
ليکنې او تحلیلونه

د نړۍ پر مخ تور داغ – د جیفري ایسټیپن رسوایي او د انسانیت ژور ازمویښت

by Spogmai Radio
فبروري 2, 2026
تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه
ليکنې او تحلیلونه

تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه

by Spogmai Radio
جنوري 3, 2026
Next Post
د وسله والو غلاوو او جنایتونو اوج کابل ښاریان اندېښمن کړي دي

د وسله والو غلاوو او جنایتونو اوج کابل ښاریان اندېښمن کړي دي

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

Scoring Gin Rummy New Zealand

سپتمبر 8, 2025
نیپال کې د الوتکې لوېدو په پېښه کې ۱۸ کسان مړه شوي

نیپال کې د الوتکې لوېدو په پېښه کې ۱۸ کسان مړه شوي

جولای 24, 2024

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

روبیو: د هرمز تنګي د بېرته پرانېستلو په خبرو کې پرمختګ شوی
نړۍ

روبیو: د هرمز تنګي د بېرته پرانېستلو په خبرو کې پرمختګ شوی

اگست 5, 2026
په مزار شریف کې د روضې د بیارغونې بېړنۍ چارې پیل شوې
افغانستان

په مزار شریف کې د روضې د بیارغونې بېړنۍ چارې پیل شوې

اگست 5, 2026
Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved