د پاکستان د کرکټ بورډ مشر ذکا اشرف کرکټ بورډ ته د ټاکل شوې لنډمهالې لسکسیزې کمیټې سره د څلورو غونډو له کولو وروسته د پاکستان کرکټ ملي اکډمۍ کې له خپلې دندې د استعفاء اعلان وکړ. د پاکستان حکومت څو میاشتې وړاندې د بورډ پخواني مشر نجمسیټي له استعفاء وروسته ذکا اشرف د پاکستان کرکټ بورډ د چارو سمبالښت او راپورته شویو ستونزو حل لپاره د لنډمهالې لسکسیزې کمیټې مشر وټاکه، خو اشرف د دې مودې له پوره کولو دوه اونۍ وړاندې له خپلې دندې لاس واخیست او د دندې پرېښودو اعلان یې وکړ.












