چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home ليکنې او تحلیلونه

د چين د چينګ های ولايت د غاليو صنعت ته کتنه

ليکواله؛ د چين نړيوالې راډيو خبرياله ياسمين

Spogmai Radio by Spogmai Radio
جون 8, 2021
in ليکنې او تحلیلونه
0
د چين د چينګ های ولايت د غاليو صنعت ته کتنه
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

You might also like

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې

د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي

د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د جون په اوومه نېټه د دغه هېواد چينګ های ولايت مرکز شي نينګ ښار ته ولاړ او هلته يې د غاليو تصدۍ څخه ليدنه وکړه. نوموړي له دغې تصدۍ څخه د ليدنې په ترڅ کې وويل، چې د غالۍ جوړونې صنعت په چينګ های کې ډېر مروج دی او د بېوزلۍ د له منځه وړلو، د کليو د سمسورتيا او د ملي يووالي د ټينګښت لپاره ګټور ثابت شوی دی. هغه هيله وښوده، چې چينګ های دغسې ځانګړو صنعتونو ته لا ډېر پرمختګ ورکړي، څو د نوښت پر مټ د لا ښه راتلونکي برخمن شي.

چينګ های ولايت کې د زانګ قوم ځانګړې غالۍ جوړيږي او همدغه سيمه د دغو غاليو سرچېنه بلل کيږي. د معلوماتو له مخې، د دغه ولايت ادارې له ۲۰۰۱ کال راهيسې د غالۍ جوړونې صنعت ته پاملرنه ډېره کړې او د دې صنعت د پرمختګ لپاره يې چټک ګامونه پورته کړي دي. د غاليو صنعت په ۲۰۰۳م کال کې د نوموړي ولايت د قومي ځانګړتيا د مهم صنعت په توګه د پرمختګ د يوولسم پنځه کلن پلان په طرحه کې شامل شوی او د دغه صنعت د پرمختګ لپاره يې اغېزمنې تګلارې پلې کړې دي. د زانګ قوم د غاليو لومړی نندارتون په ۲۰۰۴م کال کې په چينګ های ولايت کې تر سره شو.

د رئيس شي جين پينګ له يادې ليدنې نه يوه ورځ مخکې، يعنې د جون په شپږمه نېټه، د چينګ های ولايت په شي نينګ ښار کې د چين د لومړۍ دورې نړيوال ايکولوژيک نندارتون پرانيستل شو. د دې ترڅنګ د زانګ قوم د غاليو اتلسم نندارتون هم د نوموړي نندارتون د يوه فرعي فعاليت په توګه پرانيستل شوی دی، چې موخه يې د چينګ های د عنعنوي قومي کلتور خپرول او د چين او بهرنيو هېوادونو ترمنځ د کلتوري تګ راتګ او سوداګريزو همکاريو  پياوړتيا ده.

د زانګ قوم د غاليو په لومړي نندارتون کې يوازې دريو بهرنيو هېوادونو ( هند، نيپال او پاکستان) ګډون کړی و. د ۲۰۱۲ کال د زانګ قوم غاليو نندارتون کې د افغانستان، هند، پاکستان، ايران، نيپال او ترکيې په شمول د غاليو د عمده توليدوونکو هېوادونو سوداګرو ګډون کړی و او د لاسليک شويو تجارتي تړونونو ارزښت يې ۸۳ ميليونو ډالرو ته رسيده. د ۲۰۱۵م کال په نندارتون کې بيا د ۳۴ هېوادونو او سيمو څه باندې ۲۵۰ تصديو ګډون کړی و. له دې ښکاري، چې د زانګ قوم د غاليو نندارتون چټک پرمختګ موندلی دی.

د چين د زانګ قوم غاليو ټولنې مرستيالې چن يا لي خبريال ته وويل، د کرونا وبا د وقايې او کنترول له امله د زانګ قوم غاليو د سږني نندارتون پيمانه د تېرو دورو په پرتله کوچنۍ وه، خو د ګډونوالو سوداګرو شوق او زوق کم نه و. د نندارتون برخوالو تصديو شمېر له ۱۱۰ نه زيات و او د ټولو غاليو وزن  ۲۰۰ ټنو ته رسيده.

غالۍ د زانګ قوم د کلتور نمونه بلل کيږي او د چينګ های ـ شي زانګ په لوړه کې د زانګ قوم د خلکو د کلتوري ځانګړتيا ښکارندويي کوي.

 ولې چينګ های د زانګ قوم غاليو د مرکز په توګه بلل کيږي؟

لومړی لامل يې دا دی، چې چينګ های ولايت د زانګ قوم عمده استوګنيزه سيمه ده او د زانګ قوم غالۍ د دې سيمې عنعنوي لاسي اثار دي. د چين د زانګ قوم غاليو ټولنې په نوموړي ولايت کې د غاليو صنعت د پرمختګ او د بهرني تګ راتګ په چارو کې مثبت رول لوبولی دی. دغې ټولنې له تېرو څو کلونو راهيسې په چينګ های کې د غاليو د صنعت د پرمختګ له لارې د بېوزلۍ د له منځه وړلو پروژې تر سره کړي. د چين د زانګ قوم غاليو ټولنې د دغه قوم دوو کورواکو ولسواليو (( ګوه لو او  يو شو ))  ته د غالۍ جوړونې عصري ماشينونه ورکړي او پياوړی مهارتونه يې ورزده کړي دي.

د غاليو صنعت په مروجېدو سره،د ځايي بزګرانو او کوچيانو عايدات زيات شوي او ددې صنعت د پرمختګ لپاره ډېر زيات فرصتونه پيدا شوي دي.

دوهم لامل يې دا دی، چې د چينګ های ولايت مرکز شي نينګ ښار د ورېښمو پخوانۍ لارې مهم تمځای و او اوس د چين د غاليو د اومو موادو سرچينې، جوړونې او معاملو لومړی لوی مرکز بلل کيږي.

د چيني غاليو د جوړونې هنر او مهارت پخوا د ورېښمو لارې په اوږدو کې د منځنۍ آسيا له لارې منځني ختيځ او اروپا ته رسول شوی او په دې بهير کې د بهرني پيوستون او تګ راتګ له لارې لا غوړيدلی دی.

د زانګ قوم د غاليو اتلسم نندارتون  د غاليو د ډيزاين د تبادلې، د هنر او مهارت د تګ راتګ او د معاملو د زياتوالي ډګر ګرځېدلی دی.

افغان غالۍ هم په نړۍ کې ډېر شهرت لري او د غاليو جوړونه د افغانستان ځانګړی صنعت دی. باور لرم چې د يو کمربند او يوې لارې د ګډې ابادۍ له ژورتيا او د نوموړي نندارتون د اغېزو د پراختيا سره به د غاليو د صنعت په برخه کې د چين او افغانستان ترمنځ تګ راتګ او همکارۍ لا پياوړې شي.

Previous Post

افغان سوله؛ پاکستاني او افغان دیني علما په مکه مکرمه کې سره جرګه کېږي

Next Post

د غزني جغتو ولسوالي طالبانو نیولې ده

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې
ليکنې او تحلیلونه

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي
ليکنې او تحلیلونه

د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي

by Spogmai Radio
مارچ 26, 2026
د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه
ليکنې او تحلیلونه

د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه

by Spogmai Radio
مارچ 14, 2026
ليکنې او تحلیلونه

د نړۍ پر مخ تور داغ – د جیفري ایسټیپن رسوایي او د انسانیت ژور ازمویښت

by Spogmai Radio
فبروري 2, 2026
تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه
ليکنې او تحلیلونه

تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه

by Spogmai Radio
جنوري 3, 2026
Next Post
د غزني جغتو ولسوالي طالبانو نیولې ده

د غزني جغتو ولسوالي طالبانو نیولې ده

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

ولسمشر غني: طالبان هغه کسان په نښه کوي چې د خلکو ژوند ژغوري

ولسمشر غني: طالبان هغه کسان په نښه کوي چې د خلکو ژوند ژغوري

جون 9, 2021
افغانستان کې پر خوارځواکۍ د اخته ماشومانو شمېر ډير شوی

افغانستان کې پر خوارځواکۍ د اخته ماشومانو شمېر ډير شوی

اکتوبر 31, 2022

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

روبیو: د هرمز تنګي د بېرته پرانېستلو په خبرو کې پرمختګ شوی
نړۍ

روبیو: د هرمز تنګي د بېرته پرانېستلو په خبرو کې پرمختګ شوی

اگست 5, 2026
په مزار شریف کې د روضې د بیارغونې بېړنۍ چارې پیل شوې
افغانستان

په مزار شریف کې د روضې د بیارغونې بېړنۍ چارې پیل شوې

اگست 5, 2026
Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved