چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home ليکنې او تحلیلونه

د چين ټکنالوژي به د افغان زعفرانو د لا پرمختګ سبب شي

لیکنه: ډېوه؛ د چین مېډیا ګروپ د پښتو څانګې خبریاله

Spogmai Radio by Spogmai Radio
دسمبر 20, 2020
in ليکنې او تحلیلونه
0
د چين ټکنالوژي به د افغان زعفرانو د لا پرمختګ سبب شي
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

د ۲۰۲۰ز کال په نومبر مياشت کې د افغانستان زعفرانو په لومړي ټاټوبي (هرات ولايت کې) د زعفرانو پياز له څو مياشتني خوب او استراحت وروسته د ښکلو ګلانو په غوړېدا پيل کوي او له زعفرانو څخه د نازکو تارونو د راټولولو وخت د ځايي بزګرانو او هلته په دې برخه کې د يوه چيني شرکت د کارکوونکو لپاره له خوشاليو ډکه شېبه وي. د زعفرانو ښه وده او حاصل دا ټول د دوی له خوښيو سره تړاو لري او هم ورته ډېر اهميت لري.

زعفران د چينايانو په اند، داسې ارزښتناک نبات او د ګټورو، شتمنو طبي موادو درلودونکی دی چې په بدن کې د وينې جريان عادي کولو کې، د دردونو مخنيوي کې ډېر ګټور او اغېزمن رول لري. د افغانستان زعفران د کيفيت له لحاظه په ټوله نړۍ کې مشهور او د مخکښ ځای په ترلاسه کولو توانېدلي چې په چين کې د مسلکي پوهانو لخوا يې هم کيفيت تایيد او پېژندل شوی دی. د افغانستان په هرات ولایت کې د زعفرانو د توليد په اړه د يو چيني شرکت مسوول شيانګ جي وايي، د افغانستان زعفران د ښه او عالي کيفيت درلودونکي دي او په چين کې افغان زعفران ډېر ښه او د ستر بازار لرونکي دي او له ۲۰۱۶ز کال څخه تر اوسه پورې يې د زعفرانو کښت او حاصلاتو اصلاحاتو په چارو کې ډېر زحمتونه ايستلي چې ښې نتيجې يې ورکړې دي.

You might also like

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې

د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي

د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه

د افغانستان حکومت او اړوندو ادارو هم پخپل وار د بزګرانو ملاتړ او هڅونه کړې چې د زعفرانو کرنې ته مخه وکړي او د دغه نبات کرنه د افغان بزګرانو ترمنځ اوس په چټکۍ سره د زياتوالي او پراختيا په حال کې ده، هيله لري چې له دې لارې د بزګرانو کارونه او عايدات څو برابره زيات شي، په ځانګړې توګه په دغه هېواد کې د نشه‌يي نباتاتو ځای ونيسي او په دې برخه کې زعفران تر ټولو ښه بديل بلل کېږي. په هرات ولايت کې د زعفرانو د توليد په اړه د چيني شرکت مسوول شيانګ جي هم داسې نظر لري. هغه وايي، د دغه کار په اړه بايد له ۲۰۱۶ز کال څخه يادونه وشي. هغه وخت مې فکر کاوه چې د يو کمربند او يوې لارې تر ټول‌شموله تګلارې لاندې زه څنګه او څه ډول کارونه کولی شم؟ نو لومړی مې د افغانستان، پاکستان او ايران په شمول له څو هېوادونو څخه نږدې ليدنې کتنې وکړې او د خپلو ليدنو کتنو په ترڅ کې مې دا نتيجه ترلاسه کړه چې په افغانستان کې د کوکنارو کرکيله شتون لري، خو د دغه هېواد په هرات ولايت کې د زعفرانو کيفيت په سيمه کې تر ټولو لوړ دی او د ډېر ښه شهرت درلودونکي دي، د دغه هېواد د حکومت لخوا زعفران د کوکنارو د کرلو پر ځای د يو ښه کرنيز نبات په توګه ګڼل کېږي، نو د ۲۰۱۷ز کال په جنوري مياشت کې مې له څو تنو همکارانو سره په افغانستان کې د زعفرانو د کرنې شرکت جوړ کړ او ځمکه مې ايجاره کړه، د زعفران پياز مې واخيستل او د زعفرانو د کرنې په کارونو باندې مې پيل وکړ. ډېره د خوشالۍ شېبه وه چې د همدغه کال د نومبر په ۱۸مه زموږ د زعفرانو د ګلانو غوټۍ وغوړېدې.

د چيني سوداګر شيانګ جي په نظر، که د چين له اړوندو ټکنالوژيو د زعفرانو د کرنې په برخه کې استفاده شي، باور لرم چې د افغان زعفرانو کيفيت به لا نور هم ورسره لوړ شي. زعفران يو ډول ځانګړی نبات دی چې په ژمي کې وده کوي، د مې او جون له مياشتو وروسته چې تودوخې پنځه ويشت سانتيګراد ته رسېږي، د استراحت او خوب موده يې وي. د مني په وخت کې په نومبر کې د تودوخې له ټيټېدو وروسته د زعفرانو غوټۍ غوړېږي او ګلان کوي. د همدغې ځانګړتيا له مخې، زعفران په مې او جون مياشتو کې د خوب او استراحت له مودې وروسته د ريښو برخه له بهر څخه ايستل کېږي او وروسته په ځانګړو لرګينو قالبونو کې د زعفرانو د ودې او د ګلونو غوټيو غوړېدا چاپېريال ورته جوړېږي، نو په دغو ځانګړو لرګينو قالبونو کې په ريګونو کې زعفران ډېره ښه وده کوي، په بېرون کې په ازاده فضا او ځمکو کې چې د بېلابېلو نباتاتو او يا غلو دانو کرنه هم کېږي، معمولا د پسرلي په موده کې د غنمو کرنه کېږي او په مني کې يې حاصلات تر لاسه کېږي.

ښاغلي شيانګ جي وويل، د ۲۰۱۷ز کال په پای کې مې فکر وکړ چې کومه غوره چينايي ټکنالوژي او يا لارې چارې د زعفرانو په کرنه کې ګټور رول درلودلی شي. په دې توګه مو  د څو  کلنو تجربو په ترڅ کې د زعفرانو د کرنې، پالنې د بهير لپاره په وار سره په ځانګړو لرګينو قالبونو کې د زعفرانو د ښې ودې، زعفرانو ته د اوبو او ګټورو کودونو (سرې) ورکولو، په پاک چاپېريال کې د زعفرانو د وچولو په شمول يو شمېر ټکنالوژۍ او نوې لارې چارې له يو بل سره ملګرې او عملي کړې دي. هغه وويل، له ۲۰۱۷ز کال څخه تر ۲۰۱۹ز کال پورې زموږ له خوا کرل شوي زعفران د افغانستان د کرنې وزارت لخوا د زعفرانو د کيفيت په اړه ترسره شوو سياليو کې ګډون کړی، زموږ زعفران د رنګ، خوند، بوی او د روڼوالي درجو له لحاظه په ټولو برخو کې عالي او د ستاينې وړ لقبونه تر لاسه کړي، په دې توګه په عمومي کيفيت کې تر ټولو مخکښ مقام په ترلاسه کولو توانېدلي دي.

کله چې په افغانستان کې د زعفرانو غوټۍ غوړېږي او ګلان کوي، بزګران د زعفرانو له ګلانو څخه بارونه ټولوي. په چين کې اوس د زعفرانو د لا زياتې او ښې استفادې لپاره دوه مهم او ګټور ازمايښتونه د جنوبي چين د ټکنالوژۍ په پوهنتون کې تر کار لاندې دي. په دغه پوهنتون کې د روغتيايي موادو او د سينګار لپاره د څېړنې په ساحو کې دوې ډلې چې ټول غړي يې وتلي تجربه کاره پروفيسران او ډاکټران دي، د دغو دوو ازمايښتونو ترسره کوونکي دي او د ازمايښتونو محتويات يې د افغانستان له زعفرانو څخه د سينګار او د روغتيايي خوراکونو جوړول دي. د دغه پوهنتون د چاپېريال او انرژۍ پوهنې پروفيسر او د دغه پوهنتون او د نوښت د څېړنې انسټیټيوټ تر همکارۍ لاندې د ساينس او ټکنالوژۍ له لارې د کېمياوي توکو د نوښت او څېړنې مرکز منشي چنګ جيان هوا له زعفرانو څخه د سينګار لپاره د موادو د جوړولو له ازمايښت او څېړنو سره ډېره علاقه لري.

پروفيسر چنګ جيان هوا وويل، لومړۍ سينګار په چين کې تر ټولو ستر بازار لري او خوندي، ډاډمن او اصلي طبیعي موادو څخه د سينګار لپاره استفاده کول د مشتريانو ډېر د علاقې وړ دي او خوښېږي. د افغانستان زعفران د دې کار لپاره يو ډېر ښه انتخاب دی، څرنګه چې زعفران سور رنګ لري او طبیعي دی چې د سينګار په بازار کې د شونډو د لب‌ سیرين او د نورو سينګارونو د جوړولو لپاره مهم مواد کېدلی شي. دغه راز په زعفرانو کې د ساپونين(Saponin)برخه د ځوان ساتنې او د زړېدو د مخنيوي لپاره او زعفران د پوستکي د بيا جوړېدو او د التهاب د مخنيوي او په دفاعي چارو کې مهم رول او ځای لري. ويلی شو چې د افغانستان له زعفرانو څخه د ګټورو عناصرو ټولونه، د سينګار له نورو عناصرو سره د ګډولو، د رول او اغېزو د ازمايښت او د خونديتوب د ارزونې د ټکنالوژيو پر مټ او لارو چارو ګډېږي، دا په چين کې د مشتريانو د ښکلا، سينګار موادو لپاره غوښتنې په ښه توګه پوره کولی شي او په افغانستان کې د زعفرانو کرنه د بزګرانو لپاره هم ډېرې ګټې له ځانه سره لري.

څنګه د خوراک په توګه له زعفراني غذايي موادو استفاده کېدلی شي؟ خلک همېشه په اوبو، چای او يا ښوروا (سوپ) کې د زعفران څو دانې اچوي او د زعفرانو چای او يا ښوروا (سوپ) څښي. په زعفرانو کې ايکوپيني lycopene  د طلا (سرو زرو) په توګه ګڼل کېږي چې دا د بدني روغتيا لپاره يو ډېر ګټور عنصر دی، د زړه، د وينو رګونو، د ګېډې او کولمو فعاليت د تنظيمولو، د روحي فشارونو د کمولو، د خپګان لېرې کولو او د غوسې کمښت په ارامتيا کې اغېزمن رول لري. اوس د ياد پوهنتون د خوراکونو د ساينس او پروژو د پوهنځي مرستيال مشر او پروفيسر لو وين يونګ په مشرۍ د ډاکترانو يوه ډله له زعفرانو څخه د روغتيايي خوراکونو د جوړولو په څېړنه بوخت ده. پروفيسر لو وين يونګ وويل، د اصلي او سوچه زعفرانو بيه ډېره لوړه ده، که غواړو عادي مشتريان له زعفرانو څخه استفاده وکولی شي، يوه لاره پيدا کوو او اوس په دې اړه په څېړنه بوخت يو، ترڅو د مډرنې ټکنالوژۍ پر مټ له زعفرانو څخه اغېزمن او مطلوب عناصر جلا او وايستل شي، د نورو خوراکونو له عناصرو سره يو ځای شي او د ساينس په مټ د يوې اندازې تناسب له مخې، مخلوط او ګډ شي، نو په دې توګه د روغتيا ساتنې لپاره ډول ډول ځانګړي خوراکونه جوړېدلی شي. يوازې که د زعفراني عناصرو لږه کمه اندازه او فيصدي پکې موجوده شي، نو د دغو خوراکونو اصلي بيه یو څه ټيټېدلی شي، په دې توګه عام مشتريان يې هم د اخيستلو توان پيدا کولی شي.

سينګار او د بدني روغتيا لپاره خوراکونه په چين کې دواړه ستر بازار لري او د ياد پوهنتون عالي او مخکښو ساينسپوهانو لخوا د افغانستان زعفران تر څېړنې لاندې دي، دا څه اهميت لري؟ د دغو ازمايښتونو ترسره کول يانې په افغانستان کې د چين د زعفرانو کرنې شرکت مسوول شيانګ جي خپل نظر داسې څرګند کړ. هغه وويل، تر اوسه پورې له زعفرانو څخه د سينګار په ساحه کې استفاده نه ده شوې او دا ځل له زعفران څخه د سينګار لپاره موږ غواړو مواد جوړ او وړاندې کړو چې په مستقيمه توګه هم د ښکلا لپاره او هم د پوستکي د ساتنې لپاره ګټور اوسي. بلخوا له سينګار څخه د خوراکونو جوړول به د خلکو په بدن کې د داخلي دوران له لارې د بدني روغتيا او د پوستکو د ساتنې لپاره ډېر ګټور اوسي. چينايان دغو چارو ته ډېره پاملرنه کوي چې د زعفرانو ګټور عناصر د خوراکونو او پر پوستکو د استفادې له لارې کېدلی شي چې هم د ظاهري او هم د بدني سلامتيا لپاره ډاډمن، ګټور طبیعي، نباتي موادو ته لاسرسی پيدا شي، نو د دغو توليداتو په اړه بازار له هيلو ډک دی. موږ به هم خپلې ګټې کمې کړو، ترڅو لا زيات مشتريان بيا د دغو توکو د اخيستلو توان پيدا کړي او لا زيات زعفران د مشتريانو اړتياوې پوره کړي. په افغانستان کې د زعفرانو حاصلاتو د لا زياتوالي لپاره به بزګران د دغه نبات کرکیلې ته لا زياته مخه کړي. موږ هيله لرو چې په راتلونکو پنځو کلونو کې له افغانستان څخه د زعفرانو لا زيات واردات ولرو د وارداتو خپله کلنۍ اندازه تر لسو ټنو هم لوړه کړو.

Previous Post

په سوریه کې د ناټو عسکر څه کوي؟

Next Post

په بېړه پرېکړه مه کوئ!

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې
ليکنې او تحلیلونه

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي
ليکنې او تحلیلونه

د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي

by Spogmai Radio
مارچ 26, 2026
د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه
ليکنې او تحلیلونه

د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه

by Spogmai Radio
مارچ 14, 2026
ليکنې او تحلیلونه

د نړۍ پر مخ تور داغ – د جیفري ایسټیپن رسوایي او د انسانیت ژور ازمویښت

by Spogmai Radio
فبروري 2, 2026
تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه
ليکنې او تحلیلونه

تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه

by Spogmai Radio
جنوري 3, 2026
Next Post

په بېړه پرېکړه مه کوئ!

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

م.م: ۱۴ کلونو کې ۱۲۰۰ خبریالان وژل شوي دي

م.م: ۱۴ کلونو کې ۱۲۰۰ خبریالان وژل شوي دي

نوومبر 2, 2021
شي جين پینګ د امریکا له ولسمشر جوبایډن سره وليدل

شي جين پینګ د امریکا له ولسمشر جوبایډن سره وليدل

نوومبر 17, 2024

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

روبیو: د هرمز تنګي د بېرته پرانېستلو په خبرو کې پرمختګ شوی
نړۍ

روبیو: د هرمز تنګي د بېرته پرانېستلو په خبرو کې پرمختګ شوی

اگست 5, 2026
په مزار شریف کې د روضې د بیارغونې بېړنۍ چارې پیل شوې
افغانستان

په مزار شریف کې د روضې د بیارغونې بېړنۍ چارې پیل شوې

اگست 5, 2026
Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved