د ډنمارک صدراعظمې مت فردریکسن د سپتمبر په ۱۴مه نېټه د فنلنډ په رووانيمي ښار کې وویل، هغه هیله لري چې ډنمارک او امریکا د همکارۍ له لارې د آرکټیک او ګرینلنډ مسئلو ته د حل لارې ولټوي.
فردریکسن په همدې ورځ په یوه مطبوعاتي غونډه کې وویل چې د ګرینلنډ مسئلې په اړه د ډنمارک او امریکا ترمنځ د لوړې کچې کاري ډلې په کارونو بوخت دي، که څه هم کومې پایلې ته نه دي رسیدلي، خو هغه د حل لارې پر لټولو خوشبینه ده.












