د فرانسې د بهرنيو چارو وزير جېان نوېل باروټ د اګست په ۱۸مې نېټې پر ټولنيزو رسنيو ويلي، چې هېواد به یې د ايران د امنيتي ادارې لخوا د دوو فرانسوي ډيپلوماتانو د نيولو او د پوښتنو او ګروېږنو په غبرګون کې، دوه ايراني ډيپلوماتان له فرانسې وشړي.
د ايران د بهرنيو چارو وزارت د روانې مياشتې په ۱۸مې نېټې يوې اعلاميې کې ويلي، چې په دغه هېواد کې د فرانسې د سفارت دوو ډيپلوماتانو د ويانا د ډيپلوماتيکو اړيکو له تعهدنامې څخه سرغړونه کړې او هغوی یې د ايران د نامطلوبه اشخاصو په لېست کې شامل کړي او دغه هېواد ته د ننوتلو اجازه به ونه لري.














