د امريکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د اګست په ۱۸مه نېټه په يوې اعلاميې کې ويلي، چې هېواد يې په همدې ورځ د نړيوالې جنايي محکمې پر مشرې توموکو اکاني او يوه بل مامور بنديزونه لګولي دي.
اعلاميه وايي، د نړیوالې محکمې دغه دوه چارواکي “په مستقیم ډول د هغو هېوادونو د چارواکو په تحقیقاتو، نيولو، توقيف او دعوا کې ښکیل وو، چې د دې محکمې د ادارې په چوکاټ کې شامل نه دي.
نړیوالې جنایي محکمې څو کاله وړاندې د امريکايي پرسونل په اړه تحقيقات وکړل او د اسرائيل د صدراعظم او پخواني دفاع وزير د نيولو پرېکړه يې وکړه، نو واشنګټن له همغه وخت راهيسې په مکرر ډول د دې محکمې پر قاضیانو او څارنوالانو بندیزونه لګوي.













