د ا.ا ویاند ذبیحالله مجاهد د افغانستان لپاره د چین د ځانګړي استازي یو شیاویونګ د وروستیو سفرونو هرکلی کړی او د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ستونزو د هواري لپاره یې د چین د هڅو ستاینه کړې ده. مجاهد ویلي، ا.ا د چین او نورو هېوادونو له هغو سولهپالو هڅو مننه کوي چې موخه یې په سیمه کې د ستونزو حل او د ثبات ټینګښت دی. تر دې وړاندې د چین د بهرنیو چارو وزارت ویلي وو چې د افغانستان لپاره د دغه هېواد ځانګړي استازي یو شیاویونګ ترکیې او پاکستان ته سفر کړی، څو د افغانستان او پاکستان ترمنځ د رامنځته شوې موضوع لپاره د حل لارې په موندلو کې مرسته وکړي.














