د ایران د پوځ عمومي قومندان امیر حاتمي د اګست په ۱۶مه نېټه رسنيو ته ويلي، چې امریکا په راتلونکي کې فارس او عمان بحیرې او هرمز تنګي ته بیا نه شي ننوتلی.
تسنیم اژانس د امیر حاتمي په قول ويلي، چې ايران له سیمې څخه امریکا شړلې او فارس او عمان بحیرې او هرمز تنګي ته بیا د ننوتلو اجازه نه ورکوي.
هغه په ټینګار ویلي، په سیمه کې به د امریکا پوځي اډې هغه پخوانۍ بڼې ونه لري او ایران به هم بیا هیڅ اجازه ور نه کړي.














