د مصر، پاکستان، سعودي عربستان، ترکیې، قطر، اردن، عربي متحده اماراتو او اندونیزیا بهرنیو چارو وزیرانو د اګست په ۱۶مې نېټې په یوې ګډې اعلامیې کې اسرائیل غندلی، چې په علني ډول يې د غزې د سولې پلان او د فلسطین دولت جوړونه رد کړې ده.
اعلامیه وايي، اسرائيل ياد پلان رد کړی او په سیمه کې د عادلانه او دایمي سولې لپاره يې ډله ييزې هڅې له بېخه خرابې کړې دي.
په اعلامیې کې په ټینګار ويل شوي، هره هغه هڅه، چې د فلسطین دولت جوړونه ردوي یا يې پر وړاندې خنډونه جوړوي، د ټولې سيمې سوله، امنیت او ثبات زیانمنولی شي.
د اسرائيل صدرعظم بنیامین نتنیاهو د اګست په ۹مې نېټې ویلي وو، چې هېواد يې د امريکا د تش په نوم د سولې کمېټې لخوا د غزې د سولې پلان ردوي او په خبره يې، اسرائيل به په غزې تړانګې یا د اردن سيند په لوېدیځې غاړې کې د فلسطین دولت جوړونې ته هیڅ اجازه ور نه کړي.














