د ا.ا ویاند ذبیحالله مجاهد وایي، په افغانستان کې هېڅ بهرنۍ ډله فعالیت نه لري او د هېواد له خاورې د هېڅ بل هېواد پر ضد کار نه اخیستل کېږي. نوموړي په افغانستان کې د القاعدې د حضور په اړه راپورونه «پروپاګند» بللي او ویلي یې دي چې په هېواد کې د دغو ډلو د حضور په اړه هېڅ شواهد نشته. تر دې مخکې، واشنګټن پوسټ په یوه مطلب کې لیکلي وو چې القاعدې د سپټمبر د یوولسمې له بریدونو ۲۵ کاله وروسته په افغانستان کې روزنیز مرکزونه جوړ کړي دي.














