چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home ليکنې او تحلیلونه

هر هېواد بايد د چين د حاکمیت او د خاورې بشپړتيا درناوی وکړي

لیکنه: هیله؛ د چین میډیا ګروپ د پښتو څانګې خبریاله

Spogmai Radio by Spogmai Radio
نوومبر 22, 2021
in ليکنې او تحلیلونه
0
هر هېواد بايد د چين د حاکمیت او د خاورې بشپړتيا درناوی وکړي
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

You might also like

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې

د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي

د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه

د ليتوانيا حکومت د روانې مياشتې په ۱۸مه نېټه د دغه هېواد په پلازمينه ويلنيوس کې تش په نامه د تايوان ځايي حکومت د يوې نماينده ګۍ له پرانيستلو سره موافقه وکړه. د چين حکومت د لیتوانیا له دغې کړنې سره ټينګ مخالفت او سخت احتجاج کوي. ورپسې د لیتوانیا د اقتصاد او نوښت وزير اوسريني ارمونايټي د نومبر په ۱۹مه نېټه د رويټرز خبري اژانس خبريال ته ویلي، چې دغه هېواد به په راتلونکې اونۍ کې د امريکا د وارداتو او صادراتو له بانک سره د ۶۰۰ ميليونو ډالرو په ارزښت د صادراتو د کريډيټ تړون لاسليک کړي.

د يادولو وړ ده چې د چین د دولت رئيس شي جين پينګ د نومبر په ۱۶مه نېټه له خپل امريکايي سيال جوبايډن سره مجازي ناسته وکړه.

د تایوان مسئله د چین او امريکې په اړیکو کې تر ټولو ستر حساسیت یاد شوی، رئيس شي جين پينګ له خپل امريکايي سیال سره په خبرو کې وويل، چې د تایوان تنګې وضعیت له نوې ترینګلتیا سره مخ دی او لاملونه يې دا دي، چې د تایوان سيمې چارواکي پر امريکا تکيه لري او له چین څخه د جلا کېدو موخې د ترسره کولو لپاره ډېرې بدې کړنې غوره کوي او د امريکا ځيني سياستوال هم د تایوان تنګي وضعیت خرابېدو ته په تمه دي او له همدې لارې غواړي، د چین د پرمختګ پر وړاندې خنډونه جوړ کړي. په حقيقت کې د دوی دغه تمايل ډېر خطرناک دی، له اور سره لوبې کوي او خامخا به پکې ټول سوځي. امريکا بايد د تایوان مسلې په تړاو د چین د مخنيوي ممکنه نتیجه جدي تر غور لاندې ونيسي.

د امريکا ولسمشر جوبايډن په یاد ويډيويي ملاقات کې رئيس شي جين پينګ ته بيا ډاډ ورکړ، چې د امريکې حکومت تل د یو چین د پېژندنې تګلاره پلې کړې او له چین څخه د تایوان له جلا کېدو به ملاتړ ونه کړي.

په حقیقت کې د چین او امريکا په دريو تړونونو کې، چې ۴۰ کاله مخکې لاسليک شوي، دغه اصول او محتویات ښه پکې په ډاګه شوي دي، خو د امريکا ځيني سياستوال له دغو اصولو سره سره په دوامداره توګه د تایوان مسئلې په هکله نامسئولانه ویناوې او کړنې ترسره کوي، چې له امله يې د دواړو هېوادونو اړيکې  سختې زیانمنې شوې دي.

د سږ کال په جولای میاشت کې د امريکې د بهرنيو چارو وزير انتوني بلینکن، مرستيالې وزيرې وندي شيرمن او د دفاع وزير لوید اوستین د چین له تیان جین ښار څخه د ليدنې تر پای ته رسيدو، یوازې دوه ورځې وروسته، د دغه هېواد ولسي جرګې د یوې مصوبې په تصويبولو سره دا منع وګرځوله، چې د امريکې حکومت بايد داسې نقشه جوړه نه کړي، چې پکې تایوان د چین يوه برخه بلل کيږي او په عین وخت کې يې دا وړانديز هم وکړ، چې انتوني بلینکن دې له تايوان سره مرسته وکړي، څو د روغتیا نړیوال سازمان کې د څارونکي حیث ترلاسه کړي.  جوبايډن تېره میاشت له خبريالانو سره په مرکه کې وويل، چې امريکا به د تایوان دفاع وکړي. د امريکې حکومت په یو لړ کړنو سره د چین او امريکې له تړونونو څخه سرغړونه کړې او د چینایانو احساسات يې راپاراولي دي.

رئيس شي جين پينګ د امريکې د یواړخیزو کړنو په اړه د چین جدي دریځ څرګند کړ او و يې ويل، چې موږ غواړو د خپل هېواد سوله ييز یووالي لپاره تر وسې پورې کوښښونه وکړو، خو که اړوند ځواک له چین څخه د تایوان د جلا کېدو لپاره لمسوونکې کړنې ترسره کړي او له سرې کرښې څخه پښه واړوي، نو بیا به مجبور وو، چې ځوابي تدبيرونه ونيسو.

که څه هم بايډن په دغه ويډيويي ملاقات کې یو ځل بيا د یو چين د پېژندنې تګلارې د پلې کولو ژمنه وکړه، خو ایا امريکا به خپله ژمنه پوره کړي؟

چينايان دې ته سترګې په لار دي.

 چينايان د خپل هېواد حاکمیت او د خاورې بشپړتیا د ساتلو په اړه ټينګه اراده لري. د امريکې حکومت بايد د تایوان مسئلې په تړاو خپلې ژمنې پوره کړي او همدا د دوی سم انتخاب دی.

Previous Post

اندرو میلبرن: د امریکا ناکامو پوځي چارواکو باید استعفا کړې وای

Next Post

خوستی: ژر به په کابل کې د پارسپورټ ورکړې بهیر بېرته پیل شي

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې
ليکنې او تحلیلونه

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي
ليکنې او تحلیلونه

د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي

by Spogmai Radio
مارچ 26, 2026
د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه
ليکنې او تحلیلونه

د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه

by Spogmai Radio
مارچ 14, 2026
ليکنې او تحلیلونه

د نړۍ پر مخ تور داغ – د جیفري ایسټیپن رسوایي او د انسانیت ژور ازمویښت

by Spogmai Radio
فبروري 2, 2026
تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه
ليکنې او تحلیلونه

تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه

by Spogmai Radio
جنوري 3, 2026
Next Post
خوستی: ژر به په کابل کې د پارسپورټ ورکړې بهیر بېرته پیل شي

خوستی: ژر به په کابل کې د پارسپورټ ورکړې بهیر بېرته پیل شي

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

هرات کې د فرعي کوڅو او سړکونو د کانکرېټ کولو چارې پيل شوې

هرات کې د فرعي کوڅو او سړکونو د کانکرېټ کولو چارې پيل شوې

جنوري 20, 2026
هرات کې د پاشدان بند د جوړولو چارې ۸۰ سلنه بشپړ شوي

هرات کې د پاشدان بند د جوړولو چارې ۸۰ سلنه بشپړ شوي

جولای 28, 2024

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

روبیو: د هرمز تنګي د بېرته پرانېستلو په خبرو کې پرمختګ شوی
نړۍ

روبیو: د هرمز تنګي د بېرته پرانېستلو په خبرو کې پرمختګ شوی

اگست 5, 2026
په مزار شریف کې د روضې د بیارغونې بېړنۍ چارې پیل شوې
افغانستان

په مزار شریف کې د روضې د بیارغونې بېړنۍ چارې پیل شوې

اگست 5, 2026
Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved