چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home روغتیا او ژوند

پر روغتیا د سګرېټو اغېز

Spogmai Radio by Spogmai Radio
اگست 23, 2020
in روغتیا او ژوند
0
پر روغتیا د سګرېټو اغېز

Etude sur le dépistage du cancer du poumon

585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

 -دوکتور نصیر احمد شېرزی

You might also like

د کندوز په علي اباد ولسوالۍ کې ۳۰ بستریز روغتون جوړیږي

په هېواد کې د پولیو چټک واکسین کمپاین نن پيلیږي

افغانستان او ازبکستان د روغتیايي همکاریو پر پراختیا خبرې کړې

د روغتیا نړیوال سازمان د معلوماتو له مخې، په نړۍ کې هرکال نږدې اته میلیونه کسان د تنباکو د کارولو له امله مري.

د دغو مړینو عمده دلیلونه د زړه ناروغۍ، مغزي سکتې، د سږو سرطان او نور ډول ډول سرطاني ناروغۍ بلل شوې.

دغه سازمان وايي چې د اته میلیونه وژل شوو کسانو له ډلې یو میلیون هغه کسان دي چې خپله سګرېټ نه څکوي، خو د سګرېټ د لوګي د تنفس له امله مري.

د ملګرو ملتونو د سازمان په خبره، دغه توکي لا تر اوسه هم په نړۍ کې د وژونکو ناروغیو عمده لامل دي. د روغتیا نړیوال سازمان د تازه خپاره شوي راپور له مخې، په نړۍ کې هر کال درې میلیونه کسان د دغو توکو د استعمال له امله له خپل ټاکلي عمر وړاندې مري چې د مړینې لامل یې ډېری د زړه ناروغۍ دي. څېړنې ښيي چې د سګرېټو څکول د زړه ناروغۍ درې برابره زیاتوي چې له دې امله تنباکو او نور دود لرونکي نشه‌يي توکي روغتیا ته پر زیان سربېره، چاپېریال ته هم زیان رسوي.  تنباکو په نړۍ کې په هرو شپږو ثانیو کې یو نفر وژني او د زړه حملې زیاتوي.

د انسان پر غړو د سګرېټو شپږ منفي اغېزې

۱ـ د مرکزي اعصابو سیسټم

په تنباکو کې یو ډول موجود مواد د نیکوټين په نامه یادېږي. نیکوټین د اخلاقو او چلند د بدلون لامل کېږي. بدن ته له داخلېدو سره سم څو ثانیې وروسته ځان مغز ته رسوي او په انسان کې د انرژۍ د تولید لامل کېږي. خو کله چې د دغو موادو اغېز له منځه ځي، انسان ته د سستۍ، افسرده‌ګۍ، بې‌خوبۍ او د سردردۍ احساس پیدا کېږي، چې د لا ډېر مصرف اړتیا رامنځته کېږي. همدارنګه پر نیکوټینو انسان  په داسې ډول روږدی کېږي چې پرېښودل یې ډېر سخت کار دی.

۲ـ تنفسي سیسټم

کله چې دود بدن ته ننوزي، له ځان سره بېلابېل داسې مواد لېږدوي چې سږو ته تاوان لري.

آمفیزم: دغه مواد د سږو پارانشیمونه له منځه وړي.

مزمن برانشیټ: دا د سږو دایمي التهاب دی چې د سږو د تنفسي سیسټم پر داخلي برخه اغېز کوي.

۳ـ د زړه او رګونو سیسټم

سګرېټ څکول د زړه او رګونو پر ټول سیسټم اغېز کوي. نیکوټین د رګونو د بندېدو یا تنګېدو لامل کېږي چې د وینې فشار لوړوي او همدارنګه د رګونو دغه بندېدل د وینې د پرنډ یا لخته کېدو لامل کېږي، چې په پایله کې د مغز او زړه د سکتې لامل هم کېدای شي او د سږو د رګونو د پړسېدو یا بندېدو لامل هم کېږي.

۴ـ جلدي سیسټم

د سګرېټ څکول د جلدي یا پوستي بدلونو لامل کېږي. په تنباکو کې موجود مواد د پوست او جلد د جوړښت د بدلون لامل کېږي. د جلدي سرطان رامنځته کېدل، د وېښتانو تویېدل او سپینېدل هم د سګرېټو له زیانونو دي.

۵ـ د هاضمې سیسټم

سګرېټ د خولې، ستوني او مرۍ د سرطاني کېدو تر ټولو لوی لامل دي. همدارنګه سګرېټ د معدې او کلمو د سرطاني کېدو لامل هم کېدای شي. سګرېټ د بدن پر انسولینو هم ناوړه اغېز کوي چې د انسولیني مقاومت لامل کېږي. هغه کسان چې سګرېټ څکوي، د شکر ناروغۍ پر دویم ډول د اخته کېدو له خطر سره مخ دي.

۶ـ تناسلي او جنسي سیسټم

نیکوټین د نارینه‌ او ښځینه‌وو تناسلي آلاتو ته د وینې جریان کموي چې په نارینه‌وو کې د وینې دغه کم‌والی د جنسي فعالیت د کمزوري کېدو او په ښځو کې د جنسي خوند د کمېدو لامل کېږي. ځکه نو په جنسي فعالیت کې د ګډوډۍ لامل کېږي.

Previous Post

پاکستان پر ملا برادر او سراج الدین حقاني بندیزونه لګولي

Next Post

غلاوو او چاودنو پلازمېنه کابل د وېرې او وحشت په ښار بدل کړی

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

د کندوز په علي اباد ولسوالۍ کې ۳۰ بستریز روغتون جوړیږي
افغانستان

د کندوز په علي اباد ولسوالۍ کې ۳۰ بستریز روغتون جوړیږي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
په هېواد کې د پولیو چټک واکسین کمپاین نن پيلیږي
افغانستان

په هېواد کې د پولیو چټک واکسین کمپاین نن پيلیږي

by Spogmai Radio
اگست 1, 2026
افغانستان او ازبکستان د روغتیايي همکاریو پر پراختیا خبرې کړې
افغانستان

افغانستان او ازبکستان د روغتیايي همکاریو پر پراختیا خبرې کړې

by Spogmai Radio
جولای 25, 2026
د کندهار په دامان کې د یوه روغتیايي مرکز د جوړېدو چارې پيل شوې
افغانستان

د کندهار په دامان کې د یوه روغتیايي مرکز د جوړېدو چارې پيل شوې

by Spogmai Radio
جولای 21, 2026
افغان او ازبکستاني چارواکو د روغتیايي همکاریو پر پراختیا خبرې وکړې
افغانستان

افغان او ازبکستاني چارواکو د روغتیايي همکاریو پر پراختیا خبرې وکړې

by Spogmai Radio
جولای 19, 2026
Next Post
غلاوو او چاودنو پلازمېنه کابل د وېرې او وحشت په ښار بدل کړی

غلاوو او چاودنو پلازمېنه کابل د وېرې او وحشت په ښار بدل کړی

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

افغان حکوت تر اوسه ۱۰۰۰ طالب بندیان خوشي کړي دي

افغان حکوت تر اوسه ۱۰۰۰ طالب بندیان خوشي کړي دي

مې 9, 2020
اسراییلي ځواکونو درې فلسطینیان وژلي دي

اسراییلي ځواکونو درې فلسطینیان وژلي دي

اپریل 2, 2022

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

روبیو: د هرمز تنګي د بېرته پرانېستلو په خبرو کې پرمختګ شوی
نړۍ

روبیو: د هرمز تنګي د بېرته پرانېستلو په خبرو کې پرمختګ شوی

اگست 5, 2026
په مزار شریف کې د روضې د بیارغونې بېړنۍ چارې پیل شوې
افغانستان

په مزار شریف کې د روضې د بیارغونې بېړنۍ چارې پیل شوې

اگست 5, 2026
Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved