د بریتانیا صدراعظم ریشي سوناک په دغه هیواد کې د جولای ۴مه د عمومي انتخاباتو د ترسره کېدو نېټه اعلان کړې ده. سوناک پرون د یادې نېټې د اعلان پر مهال له رایې ورکونکو غوښتي، چې محافظه کاره واکمن ګوند ته دې د حکومتولۍ یو بل فرصت ورکړي. هغه وویل، اوس بریتانیا فرصت لري چې خپله راتلونکې وټاکي. د بریتانیا کارګر ګوند چې کین اړخی منځلاری بلل کېږي، غواړي چې د سوناک په مشرۍ محافظه کاره ګوند چې له څوارلسو کلونو راهیسې په واک کې دې او ور څخه ملاتړ مخ په کمېدو دی، دا انتخابات وبایلي.












