د روسیې خبري رسنيو د اګسټ په ۲۲مه نېټه خبر ورکړ، چې ولسمشر ولاديمير پوټين په همدې ورځ د يوې ويډيويي مرکې په ترڅ کې ويلي، د اوکراين ځواکونو د هېواد پر ملکي موخو بريدونه کړي، نو روسي ځواکونه به دې ته په ځواب کې پر اوکرايني تصديو لا زيات بريدونه وکړي.
د روسيې ولسمشر ولاديمير پوټين د يادې مرکې په ترڅ کې څرګنده کړه، چې اوکرايني ځواکونو په تېرو څلويښتو ورځو کې د توغنديو او ډرونونو په کارولو د روسيې پر ملکي موخو او باربرۍ تاسيساتو پرله پسې بريدونه کړي او موخه يې روسيې ته د ستراتيژيکې ناکامۍ ورکول دي.
هغه زیاته کړې، يادو بريدونو د اوکراين ټاکلې موخې نه دي پوره کړې، يوازې روسيې ته ګڼ اقتصادي زيانونه رسېدلي دي.














