د اېپيک د ګمرکي تشريفاتو د فرعي کمېټې دوهمه عمومي غونډه د اګسټ په ۲۲مه د چين د لياو نينګ ولايت په دا ليان ښار کې ترسره شوه.
د چين د ګمرکاتو د عمومي ادارې مرستیال جانګ باو فنګ په دې غونډه کې وويل، چې د اېپيک اقتصادونه باید د سوداګریزو خنډونو د له منځه وړلو لپاره هڅې ګړندۍ کړي او د بېلا بېلو غړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ په برخه کې د شته ستونزو د لرې کولو لپاره عملي اقدامات غوره کړي، تر څو د آسیا-پاسیفيک اکمالاتي ځنځير لا خوندي، باثباته او اغېزمن شي.
اوس مهال، د آسیا-پاسیفيک سیمه د نړۍ د نفوس درېیمه برخه، د اقتصاد له ۶۰ سلنې څخه ډېره برخه او د سوداګرۍ نژدې نیمایي برخه جوړوي، چې دغه سيمه د نړیوال اقتصادي ودې یو مهم انجن بلل کېږي.
د روان کال له جنورۍ څخه تر جولای پورې، د اېپيک له غړو هېوادونو سره د چین د وارداتو او صادراتو عمومي ارزښت ۱۸.۰۳ ټريليونو يوانو ته رسېدلی، دغه رقم نه يوازې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۲۱ سلنه زياتوالی موندلی، بلکې د دې سيمې په سوداګريزې همکارۍ کې خورا لوی ظرفیت ښیي.














