په ملګرو ملتونو کې د چین دایمي استازي فو څونګ د اګست په ۲۵مې نېټې د امنیت شورا په لوړپوړي علني بحث کې ګډون او وینا کړې ده.
هغه په نړۍ کې د غلو دانو د تولید د خوندي چاپېریال د ساتلو لپاره د اوربند او د جګړو د درولو غوښتنه کړې ده.
فو څونګ په نړۍ کې روانې وسلهوالې شخړې د بشري ناورینونو او لوږې له مهمو لاملونو څخه بللي او پر امنیت شورا یې غږ کړی، چې د جنګ ښېکل لوري سیاسي حل ته وهڅوي، ترمنځ دې یې منځګړیتوب وکړي او اوربند ته دې يې وهڅوي، څو د کرنیزو تولیداتو لپاره بنسټیز شرایط برابر شي.
نوموړي ويلي، ټول هېوادونه باید د نړیوال بشري قانون اساسي کرښې ته درناوی وکړي او لوږه باید د جګړې د وسیلې په توګه ونه کارول شي.
د شخړې ښکېل اړخونه باید د انسانانو ژوند ته لومړیتوب ورکړي او کرنیز تولیدات وساتي، څو د خوړو او نورو بشري مرستو د رسولو بهیر له خنډونو سره مخ نه شي.
فو څونګ زیاته کړې، چین د نړۍ د غلو تر ټولو لوی تولیدوونکی هېواد دی او همېشه د انسانانو د ګډ برخلیک ټولنې پر وړاندیز ټینګار لري او په خبره یې، چین به له بېلا بېلو خواوو سره همکارۍ وکړي چې په نړۍ کې لوږه له منځه یوسي او هم به د نړیوالې سولې، امنیت، پرمختګ او سوکالۍ د ساتنې لپاره ډېرې هڅې وکړي.














