د کاناډا فدرالي حکومت د اګست په ۲۵مې نېټې د ۲۷.۶ ميليارډو کاناډايي ډالرو (تقریبا ۲۰ میلیارډو امریکایي ډالرو) په ارزښت له ۷۰۰ ډولونو څخه زیاتو امریکایي محصولاتو باندې غچ اخیستونکې تعرفې اعلان کړې او په ورته وخت کې یې له خپلو تصديو او کارګرانو سره د ۷.۵ میلیارډو کاناډايي ډالرو (تقریبا ۵.۴ میلیارډو امریکایي ډالرو) په ارزښت مرستې هم اعلان کړې دي.
کاناډا ويلي، د هغو امریکايي توکو ټول ارزښت، چې متقابلې تعرفې يې پرې لګولي، د هغو کاناډايي توکو له ارزښت سره، چې د امریکا لخوا پرې د ٪۵۰ تعرفو په لګولو اغېزمن شوي، مساوي دی او په دې توګه يې د “ډالر په ډالر” او بالمثل غبرګون هدف ترلاسه کړی دی.
امریکا او کاناډا په وروستيو سوداګریزو مذاکراتو کې کومې موافقې ته نه دي رسیدلي او کاناډا يې پر وړاندې متقابل ګام اخيستی دی.
د کاناډا لومړي وزیر مارک کارني د اګست په ۲۲مې نېټې اعلان وکړ، چې هېواد به یې د سپتمبر له ۸مې نېټې څخه پر امريکايي توکو “ډالر په ډالر” غچ اخیستونکې تعرفې ولګوي. ټرمپ د اګست په ۲۴مې نېټې پر ټولنیزو رسنیو ویلي وو، چې هغه به د ۲۰۲۷م کال د جنورۍ له لومړۍ نېټې څخه د کاناډا د موټرو، پرزو او فولادو په شمول پر یو شمېر محصولاتو وارداتي تعرفې ۵۰٪ ته لوړې کړي.














