ډېری امریکایي استازي د جو بایدن د استیضاح غوښتنه کوي. د امریکايي رسنیو د راپورونو له مخې امریکايي استازي غواړي چې بایډن په امریکا کې د وروستیو تحولاتو په تړاو استیضاح کړي. امریکايي رسنۍ وایي د افغانستان له قضیې نیولې بیا د اوکراین تر مسئلې او دغه راز په امریکا کې تر روانو اقتصادي مسایلو پورې ټول هغه څه دي چې امریکایي استازي یې له بایډن ناهیلي کړي دي.
دوی ټینګار کوي چې باید د بایډن د استیضاح لپاره د وکیلانو لاسلیکونه ټول شي او امریکایي استازو ته د وضعیت په اړه وضاحت ورکړي. ددې تر څنګ نورې سروېګانې هم ښيي چې په امریکا کې د بايډن محبوبیت راټيټ شوی دی او لا ډېر امریکایان له نوموړي ناراضه دي او ښایي په راتلونکو ټاکنو کې له سترو ننګونو او پوښتنو سره مخ شي.











