د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ (یو اېن اېچ سي ار) په افغانستان کې له هغو بشرپالو کارکوونکو مننه کړې چې د اړمنو ټولنو ترڅنګ فعالیت کوي. دغه سازمان پر خپله اېکس پاڼه ویلي، د بشرپالو کارکوونکو هڅې د خلکو د ژوند په ژغورلو، د هغوی د کرامت په ساتلو او له سختو شرایطو سره د مخ کسانو لپاره د هیلې په رامنځته کولو کې مهمې دي. یو اېن اېچ سي ار زیاتوي، بشرپال کارکوونکي لا هم د اړمنو خلکو ترڅنګ دي او د هغوی د اړتیاوو د پوره کولو لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکوي.














