چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home ليکنې او تحلیلونه

افغان سوله؛ امریکا د مشر ورور په رول کې

Spogmai Radio by Spogmai Radio
اکتوبر 14, 2020
in ليکنې او تحلیلونه
0
افغان حکومت: مرکچي پلاوی هڅه کوي چې ژر تر ژره پر تګلاره توافق وشي
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

په دوحه کې د بين الافغاني خبرو نامعلوم برخليک، هلمند کې جګړه او د امريکا شيطاني رول ته په پام سره د افغانستان راتلونکې ډېره پيکه او تياره ښکاري.

امريکا له يوې خوا له طالبانو سره موافقه کړې او ظاهراً يې د همدې موافقې پر بنسټ له افغانستان څخه د خپلو پوځيانو وتل پيل کړي، د افغان دولت او طالبانو تر شپږ زره ډېر بنديان تبادله شول او بين الافغاني خبرې پيل شوې او په دې سره له افغان ولس سره د سولې په اړه هيلې لا ډېرې شوې او تمه وه چې په هېواد کې د تل لپاره جګړه ختمه شي.

You might also like

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې

د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي

د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه

خو اوس چې په دوحه کې د افغان مرکچيانو(دولت او طالبانو) تر منځ د خبرو لپاره د طرزالعمل جوړېدو پر سر د اختلاف له امله دغه بهير تقريباً له بندون سره مخ شوی او امريکا د مشر ورور په رول کې کله له يوه ټيم سره او کله له بل ټيم سره پټې او ښکاره خبرې کوي او بيا د رسنيو له لارې افغانانو ته نصيحتونه کوي، په داسې حال کې چې په افغانستان کې د ټولو ګډوډيو مسووليت د امريکا پر غاړه دی، ځکه دا ټولې ګډوډۍ د دوی د يرغل په نتيجه کې رامنځ ته شوې او په ميليونونو افغانان زيانمن شوي، نو امريکا بايد افغانانو ته د جګړې تاوان ورکړي، نه دا چې دوی د مشر ورور په رول کې هرڅه د افغانانو پر غاړه واچوي.

امريکا د افغانستان مسئلې ته يوازې د خپلو ګټو له زاويې ګوري او په حقيقي او معقول ډول د دغه هېواد لپاره امن نه غواړي.

 د امريکا لپاره يوازې دا مهمه وه چې د خپل هېواد او نړۍ د عامه افکارو غولولو لپاره يوه توجيه پيدا کړي، چې ګواکې دوی د افغانستان دايمي نيواک نه غواړي او خپل پوځيان هم وباسي، خو افغانان خپل منځ کې  نه سره جوړېږي.

له بده مرغه چې امريکا د افغانستان لپاره په خپلو شيطاني سناريو کې تر ډېره بريالۍ هم ده.

دوی اوس ظاهراً د لوبې توپ د افغانانو ميدان ته ور غورځولی او دا نو اوس د افغانانو په پوهې او وړتيا پورې اړه لري چې دغه توپ څنګه د ځان په ګټه وکاروي او په څه ډول د امريکا منګلې له دې خاورې په رښتینې مانا لنډې کړي.

دواړه افغان لوري دې افغانستان ته احتمالي خطرونه په پام کې ونيسي، نه دې طالبان داسې فکر کوي چې که امريکايان ووتل، نو  له (چون و چرا) پرته به دوی واک ته ورسېږي او نه دې اوسني دولتي چارواکي دا خيال کوي چې طالبان به تسليم او هرڅه به حل شي.

څوک په دې سترګې نشي پټولای چې د طالبانو مقاومت امريکا ظاهراً له افغانستان څخه په مشروط ډول د خپلو ټولو پوځيانو وتلو منلو ته اړ کړې، خو دا چې امريکا افغانستان ته نور څه پټ پلانونه لري، تر اوسه څوک نه پوهېږي.

خو د دغه هېواد پر شيطانت بايد څوک شک ونه کړي، د امريکا شيطانت، د افغانستان جغرافيايي موقعيت، ډلو ټپلو او ځينو ګاونډيو ځان غوښتنو ته په پام سره دا ناممکنه ښکاري، چې طالبان دې په يوازې سر حکومت جوړ کړي او هم  دا ناممکنه ښکاري چې افغان دولت دې له طالبانو پرته  په ډاډه زړه واک ته دوام ورکړي.

د رسنيو د راپورونو له مخې، اوس د طالبانو او دولت مرکچي ټيمونو تر منځ د بين الافغاني خبرو د طرزالعمل پر سر يوازې په دې اړه اختلاف موجود دی، چې طالبان وايي د دوی او امريکا تر منځ شوې موافقه دې د بين الافغاني خبرو اساس وي، خو دولت دا نه مني.

زما په اند که دواړه لوري پلمې نه لټوي او په رښتيا د يوه معقول حل په لټه کې وي، نو دا ډېره غټه ستونزه نه ده او حل يې اسانه دی او که پلمې جوړول وي؛ نو بيا که دا يوه حل شي، حتماً به بله پلمه هم را پيدا کېږي.

خو دواړه لوري دې پر دې پوه وي چې وخت کم او مسووليتونه يې ډېر دي او بايد ژر ژر يې حل کړي او له ستونزو څخه د وتلو لپاره يوه معقوله لار پيدا کړي.

شک نشته چې که له افغانستان څخه د امريکايي ځواکونو وتل يقيني شي، د عراق په شان به دلته هم ډېرې وړې ډلې  ظهور وکړي،  هم به د طالبانو او هم به د دولت لپاره درد سر جوړ کړي او که دواړه لوري همدا اوس له تعقل څخه کار وا نه خلي؛ نو د راتلونکو بدمرغيو مسووليت به يې پر غاړه وي.

ډېر خلک د فاطميون ډلې نوم اخلي، که څه هم تر اوسه يې په افغانستان کې موجوديت نه دی اعلان شوی، خو که د عراق موضوع ته پام وکړو، امريکا له عراق څخه د وتلو په حال کې ده، ځای يې هغه څوک نه نيسي چې کلونه کلونه د امريکا خلاف وجنګېدل، بلکې اوس هلته داسې څوک واک ته د رسېدو په درشل کې دي چې له امريکا سره يې مخامخ هېڅ جګړه نه ده کړې، دا چې دغه سناريو به د امريکا د پلان برخه وي او قصداً به واک همدې خلکو ته ورکوي او که به د مقابل لوري هوښياري وي چې وتوانيد ځان همداسې يوه فرصت ته قوي وساتي، له امريکا سره د جګړو قربانۍ نورو ورکړې او دا دي اوس واک دوی ته رسېږي؛ په دې اړه قضاوت له وخته مخکې دی، خو د افغانانو لپاره يوازې دغه پيغام لري چې د افغانستان مسئله د امريکا له وتلو وروسته يوه بل پړاو ته د داخلېدو خطر له ځان سره لري، نو ځکه دواړو لوريو ته پکار ده چې د سولې خبرو له شته فرصت څخه اعظمي ګټه پورته کړي او په داسې حساس پړاو کې د جګړو شدت د هېچا په ګټه نه دی، بلکې يوازې امريکا ته د پاتې کېدو پلمه په لاس ورکوي.

سیدالرحمن سالار

Previous Post

نیویارک ټایمز: ټرمپ رایې خپلوي د ځواکونو ایستلو موضوع عملي نه ښکاري

Next Post

له غږ څخه دوه چنده چټکه الوتکه

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې
ليکنې او تحلیلونه

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي
ليکنې او تحلیلونه

د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي

by Spogmai Radio
مارچ 26, 2026
د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه
ليکنې او تحلیلونه

د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه

by Spogmai Radio
مارچ 14, 2026
ليکنې او تحلیلونه

د نړۍ پر مخ تور داغ – د جیفري ایسټیپن رسوایي او د انسانیت ژور ازمویښت

by Spogmai Radio
فبروري 2, 2026
تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه
ليکنې او تحلیلونه

تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه

by Spogmai Radio
جنوري 3, 2026
Next Post
له غږ څخه دوه چنده چټکه الوتکه

له غږ څخه دوه چنده چټکه الوتکه

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

شپږېزه کرکټ لیګ؛ سبا دوه لوبې ترسره کیږي

شپږېزه کرکټ لیګ؛ سبا دوه لوبې ترسره کیږي

اگست 15, 2024
بشردوستانه وېزې؛ امریکا د نوي سلنه افغانانو غوښتنې رد کړې دي

بشردوستانه وېزې؛ امریکا د نوي سلنه افغانانو غوښتنې رد کړې دي

جون 21, 2022

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

روبیو: د هرمز تنګي د بېرته پرانېستلو په خبرو کې پرمختګ شوی
نړۍ

روبیو: د هرمز تنګي د بېرته پرانېستلو په خبرو کې پرمختګ شوی

اگست 5, 2026
په مزار شریف کې د روضې د بیارغونې بېړنۍ چارې پیل شوې
افغانستان

په مزار شریف کې د روضې د بیارغونې بېړنۍ چارې پیل شوې

اگست 5, 2026
Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved