د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیالۍ د تدارکاتو کمېسیون په خپله وروستۍ ناسته کې په میدان وردګو، بدخشان او کندوز ولایتونو کې د ۳ عمومي روغتونونو د جوړولو پروژې منظورې کړې دي. د اقتصادي مرستیالۍ د مالوماتو له مخې، د دغو روغتونونو د جوړولو لپاره ۲۰۸ میلیونه افغانۍ بودیجه ځانګړې شوې چې لګښت به یې د افغانستان اسلامي امارت له لوري ورکړل شي. د منظور شویو پروژو له مخې، یو روغتون د میدان وردګو په چک، بل د بدخشان په شغنان او دریم د کندوز په قلعهذال ولسوالۍ کې جوړېږي. تمه ده چې د دغو روغتونونو په جوړېدو سره به په یادو ولسوالیو کې روغتیايي خدمتونو ته د خلکو لاسرسی پراخ او د درملنې اسانتیاوې زیاتې شي.













