د افغانستان او پاکستان د ګډې سوداګرۍ خونې رییس، خانجان الکوزی، ویلي چې د تورخم دروازه لا هم د تګ راتګ او سوداګرۍ پر مخ تړلې ده او د هغې د بېرته پرانیستل کېدو په اړه خپاره شوي راپورونه سم نه دي. نوموړي ویلي، د ډیورنډ فرضي کرښې هغې غاړې د خصوصي سکټور استازي او یو شمېر سیاستوال هڅه کوي چې تورخم لاره بېرته پرانیستل شي، خو تر اوسه یې هڅې کومې پایلې ته نه دي رسېدلې. الکوزي زیاته کړې، د افغانستان خصوصي سکټور هم له پاکستان سره د سوداګریزو لارو د پرانیستې غوښتونکی دی، خو د تورخم او نورو لارو په اړه د ا.ا له دریځ څخه ملاتړ کوي.













