اوسمهال امریکا په دې بوخت ده، چې خپله وروستۍ الوتکه وړونکې بېړۍ “جورج واشنګټن” د لوېدیځ ارام سمندر له سیمې څخه وباسي او منځني ختیځ ته یې ولېږي، څو هلته د ستړې شوې بېړۍ “ابراهم لینکن” پر ځای دنده ترسره کړي.
“ابراهم لینکن” بېړۍ په سمندر کې ۲۵۰ ورځې دنده ترسره کړې. دا پدې مانا ده، چې د لوېدیځ ارام سمندر په سیمه کې د الوتکه وړونکو بېړیو د نشتون نادر حالت رامنځته شوی دی.
امريکا ۱۱ فعالې بېړۍ لري، خو اوس دغه هېواد اړ دی چې د دوو لویو سمندرونو ترمنځ یو انتخاب کړي.
دا کوم عادي بدلون نه دی. د ایران او امریکا ترمنځ شخړې، يعنې د منځني ختیځ جنګي اور بلاخره په لوېدیځ ارام سمندر کې هم څپې راپورته کړې دي.
واشنګټن له څو کلونو راهیسې اعلانونه کوي، چې له منځني ختیځ څخه به ځواکونه وباسي او خپله ستراتیژیکه پاملرنه به د هند – پاسیفیک سيمې ته واړوي، خو عمل يې بيا د خبرو خلاف دی.
امريکا له ایران سره د شخړې په درشل کې څو ځلې خپل سمندري ځواکونه د منځني ختیځ په لور راکش کړي او اوس واشنګټن مجبور دی، چې په دوو جبهو کې ستونزمن انتخاب وکړي.
الوتکه وړونکې بېړۍ له دوهمې نړیوالې جګړې راهیسې د امریکا د سمندري ځواک سمبول ګرځیدلی او هم دغه بېړۍ د امريکا د نړیوال پوځي مجوديت کليدي ملاتړ دی. داسې ښکاري، چې د امريکا دغه سیسټم په زیانمنېدو دی.
” ابراهم لینکن” بېړۍ په سمندر کې ۲۵۰ ورځې دنده ترسره کړې او د دندې تر ټولو اوږد ريکارډ یې جوړ کړی او په همدې مودې کې هیڅ د بندر په لوري نه ده خوځېدلې، خو ۵۰۰۰ کسیزه عمله یې له سختې ستړیا، د مورال ټیټوالي او رواني فشار سره مخ ده.
راپورونه وايي، د دې بېړۍ د عملې دوه کسانو غوښتل، چې ځانونه سمندر ته وغورځوي.
د امريکا اکمالاتي مرکزونه د جګړې له امله ګډوډ شوي او په سیمه کې د توکو کمښت او هم د خطونو ورکېده رامنځته شوې –د امريکا هغه پیاوړي لوژستیکي سیسټم، چې یو وخت يې په صحرا کې هم ایسکریم برابرول، اوس د سرتيرو د ژوند اساسي اړتیاوې هم نه شي پورهکولی.
د پام وړ خبره دا ده، چې اوسمهال د امريکا لپاره ۱۱ الوتکه وړونکې بېړۍ هم کافي نه دي.
په عادي بدلون کې یوازې دوه یا درې الوتکه وړونکې بېړۍ د جګړې لپاره بسنه کوي او او پاتې نورې د ترمیم، روزنې یا خونديتوب په حال کې وي.
د لوېدیځ ارام سمندر په سیمه کې د امریکا ملګري هېوادونه د اوسني ستراتیژیک وضعيت په اړه ډېر اندېښمن دي.
منځني ختیځ ته د “جورج واشنګټن” بېړۍ روانېدل ټولو هېوادونو ته دا سیګنل ورکوي، چې د امریکا نړیوالې پوځي ژمنې مشروطې دي.
کله به چې منځنی ختیځ له ګواښ سره مخ و، نو امريکا به له لوېدیځ ارام سمندر څخه منځني ختيځ ته ځواکونه لېږل. د امريکا له ياد حالت سره هممهاله، جاپان او فيليپين هم اندېښمن شوي، دوی نه یوازې د الوتکه وړونکې بېړۍ د وتلو له امله ناارامي احساسوي، بلکې دا هم ورته مالومه شوې، چې د امریکا د تش په نوم امنیتي تضمین هم محدودیتونه لري.
له یوې خوا، امریکا چين ته د ګواښ په نظر ګوري او هر وخت یې په اړه تبلیغات کوي، څو جاپان او فيلیپین ډېر مسئولیتونه پر غاړه واخلي او د امريکا له “هند- پاسیفیک ستراتیژۍ” سره همکاري وکړي؛ خو له بلې خوا، کله چې بحران رامنځته کېږي، واشنګټن بیا برعکس د منځني ختیځ د” تر ټولو مهم متحد” د اصلي ګټو ساتنې ته لومړیتوب ورکوي.
لنډه خبره دا ده، چې د امريکا لپاره هر متحد مهم نه دی او نه هم ټولو متحدينو ته په یوه سترګه ګوري او متحدين يې هم پوهېدلي، چې امريکا به څوک انتخابوي او څوک به له نظره غورځوي. دغه پوښتنه ښايي د ډېرو هېوادونو لپاره د فکر وړ وي.
د اسیا-ارام سمندر د سیمې هېوادونو او په تېره بيا د امریکا د متحدینو لپاره ښايي دا د بیا کتنې یو فرصت وي، چې پر خپلو تګلارو کې محتاط واوسي.
امريکا خپله الوتکه وړونکې بېړۍ ممکن هر وخت له یوې سیمې بلې ته ولېږدولی شي، خو د واشينګټن پر ژمنو باور کول، ښه انتخاب نه دی.
په حقیقت کې د سیمې سوله او ثبات د سیمه ييزو هېوادونو ګډې ساتنې ته اړتيا لري.














