په مزارشریف ښار کې د افغانستان د قزاقانو د لاسي صنایعو او دودیزو هنرونو نندارتون جوړ شوی دی. په دې نندارتون کې د شپږو ولایتونو قزاقانو ګډون کړی او خپل لاسي صنایع او د غالۍ اوبدلو هنرونه یې نندارې ته وړاندې کړي دي. د قزاق قوم استازي وايي، د دوی دودیز هنرونه د ساتنې او پراختیا لپاره د حکومت لا ډېر ملاتړ ته اړتیا لري. د بلخ سیمهییز مسوولین وايي، د دغو لاسي صنایعو د بازار موندنې او نړیوالو بازارونو ته د رسېدو لپاره به زمینه برابره کړي. قزاقان د افغانستان له مېشتو قومونو دي چې ډېری یې په شمالي ولایتونو کې ژوند کوي.












