د یمن د حکومت د پوځ یوه پوځي چارواکي د اګست په ۱۰مې نېټې رسنيو ته ویلي، چې حوثيانو په همدې ورځ د دغه هېواد په شبوه ولایت کې د حکومتي ځواکونو پر یوې پوستې د بېپيلوټه الوتکې برید کړی، چې له امله يې ۳ سرتیري وژل شوي او ۹ نور ټپیان شوي دي.
د یمن مسئلې لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي هانس ګرنډبرګ په همدې ورځ پر ټولنیزو رسنیو يوې اعلاميې کې د یمن د حکومت تر کنټرول لاندې سیمو کې د حوثيانو د وروستیو بریدونو په اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړې او خبرداری یې ورکړی، چې وروستي حالات ښايي یمن لویې شخړې ته بوځي.













